1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماسن: «اسلامپاله په کډوالو کې جلب و جذب کوي»

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۳, شنبه

د آلمان د اساسي قانون د څار ادارې مشر، ماسن، خبرداری ورکړ چې اسلامپاله په آلمان کې د کډوالو په منځ کې جلب و جذب کوي. د ده په خبره څه باندې ۱۰۰ دغسې موارد څرګند شوي دي. په ولس باندې يې غږ وکړ چې بيداره دې واوسي.

https://p.dw.com/p/1H5ig
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger

د کډوالو په اړه نور معلومات دلته ولولئ:

د آلمان د اساسي قانون د څار ادارې مشر، هانس ګېورګ ماسن، د «فونکه» رسنيز ګروپ ورځپاڼو ته ويلي دي چې «موږ دې ته متوجه شوي يو چې اسلامپال کسان د کډوالو په استوګنځايونو کې په هدفمن ډول اړيکي قايموي.» د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د کډوالو په منځ کې هم ترهګر کسان شتون لري، د اساسي قانون د څار ادارې مشر وويل: «ممکنه ده چې له کډوالو سره ترهګر هم راځي، خو موږ دا کار ډېر احتمالي نه ګڼو.» د شنبې ورځې د ورځپاڼو له پاره شوې دغه مرکه ښايي د پاريس له بريدونو مخکې تر سره شوې وي. ماسن زياته کړه چې د تندلارو مسجدونه د کډوالو راتګ «د يو چانس په سترګه ګوري چې انسانان جلب کړي.» يوه ډله غواړي مرسته وکړي او هغوی ته عنعنوي کالي يا قران شريف راوړي، «نور بيا له کډوالو سره خبرې کوي څو هغوی خپلې اسلامپالې شبکې ته داخل کړي»، دغه خبره د يادې ادارې مشر هم وکړه.

اسلامپاله مذهبي ټولنې

ماسن ټينګار وکړ چې هغه خلک هم چې له اسلامي دولت يا داعش نومې ډلې څخه تښتېدلي دي، په يو اسلامي چاپېريال پورې اړه لري. «هغوی غواړي چې خپل د جمعې ورځې لمونځ او هم د خپل دين پېروي په عربي ژبه وکړي.» د آلمان د عربي ژبو جوماتونو په منځ کې اسلامپاله مذهبي ټولنې هم شته. ماسن همداراز وويل چې امنيتي ادارې تقريبا هره اوونۍ دې ته متوجه کيږي چې د کډوالو په منځ کې «ښايي داسې کسان وي چې د وسلو سره استعمال يې زده کړی وي يا د يو جنګي ماموريت سره آلمان ته راځي.» له بلې خوا د کډوالو د راتګ لارې ډېرې خطرناکې دي. له دې کبله «به له خطره ډک او غيرعادي وای که د جنګي موخو لرونکي کسان له ترکيې څخه په يوه ناخوندي بېړۍ کې د يونان ټاپوګانو ته پورې وزي.»

پر ولس باندې غږ

په مرکه کې ماسن په آلمان کې له نوې ښي اړخې ترهګرۍ څخه هم خبرداری ورکړ او له ولس څخه يې د ممکنه ترهګرو بريدونو په افشا کولو کې د مرستې هيله وکړه: «ممکنه ده چې زموږ له رادار څخه پټ لا نوې وړې ښي اړخې ډلې موجودې وي چې بريدونو ته چمتووالی نيسي. موږ دا لوی خطر بولو.» دغه خبره ماسن د «هامبورګر آبندبلات» ورځپانې ته وکړه. امنيتي ادارې د ده په حواله د جرايمو په څرګندولو کې هر فرد او تبعه ته اړه لري. «که څوک کوم مشکوک څه وويني، بايد هرومرو پوليسو ته مراجعه وکړي.» ماسن په دې خبره ټينګار وکړ او ويې ويل چې «د دقيقو اعمالو د طرحو په اړه شواهد، که هغه د ښي اړخو يا د اسلامپالو په برخه کې وي، له ادارو سره مرسته کوي او د امنيت په ساتلو کې مهمه ونډه لري.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب