1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارټین شولڅ: له قدرت څخه د لویدو ژوندۍ کیسه

۱۳۹۶ بهمن ۲۱, شنبه

مارټین شولڅ غوښتل چې د آلمان صدراعظم او یا هم د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر شي، خو اوس هغه خالي لاس پاتې دی. د آلمان د سوسیال دموکرات د ګوند د مشرتابه څوکۍ وروسته هغه اوس د بهرنیو چارو د وزارت له څوکۍ هم منصرف شوی.

https://p.dw.com/p/2sRzU
Martin Schulz verzichtet auf Außenminister-Posten
انځور: Reuters/H. Hanschke

د سوسیال دموکرات له ګوند څخه بهر پر مارتین شولڅ فشارونه او د دې ګوند له داخل څخه د شولڅ پر وړاندې مقاومت ډیر پراخ شوی. د یوې وروستۍ نظرپوښتنې د پایلو په اساس، د پوښتل سوو درې پر څلورمه برخه کسانو د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د مارتین شولڅ له ګمارنې سره په دې وزارت کې د تغیراتو په هکله مخالفت څرګند کړی دی.

اوس په داسې حال کې چې شولڅ د بهرنیو چارو وزارت له موقف څخه تیر شوی، هغه هیله مند دی چې د هغه د ګوند یعنې سوسیال دموکرات په دننه کې د پرسونل او مشرتابه د چوکۍ پر سر خبرې اترې هم پای ته ورسیږي.

مارتین شولڅ له دې موقف څخه ځکه تیر شوی چې د سوسیال مسیحي، دموکرات مسیحي او سوسیال دموکراتانو ترمنځ د آلمان نوی ائتلافي حکومت د ساکت پاتې کیدو مخنیوی وکړي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ د ائتلافي ګډ حکومت د مذاکراتو په پای کې شولڅ اعلان وکړ چې د ګوند د مشرۍ دغه مسوولیت به اندریا ناهلس په غاړه واخلي.

ناڅاپه په شا تګ

په حقیقت کې د شولڅ دغه ماتې په څه وخت کې رامخې ته شوه؟ آیا د هغه ماته د آلمان د پارلماني ټاکنو د پایلو د اعلان په شپه، چې تر دويمي نړيواله جګړې وروسته د آلمان په تاریخ کې د دې ګوند له پاره تر ټولو بدې پایلې وې، را برسیره شوه؟ او یا هم د مسیحي دموکرات، سوسیال مسیحي اتحاد ګوندونو، زرغون او آزاد دموکراتانو د ائتلافي حکومت د خبرو تر ناکامیدو وروسته د مارتین شولڅ هغه څرګندونې چې د ستر ائتلاف د جوړولو په هکله یې د خپل ګوند د رول لوبولو خبرې وکړې چې بیا له لږ وخت وروسته یې له خپل دغه موقفه په شاتګ وکړ؟ او یا هم د هغه ماته هغه مهال را برسیره شوه چې له سوسیال مسیحي او مسیحي دموکرات سره د خپل ګوند ابتدایې خبرې ډیرې «ښې» يادې کړې، خو د هغه د ګوند غړو د هغه دغه نتیجه په روښانه توګه ونه منله؟

Berlin Koalitionsverhandlungen von Union und SPD
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

او که د شولڅ ماته هغه وخت وه کله چي د دغه سياستوال ملګري او د آلمان د برحال بهرنيو چارو وزير زیګمار ګابریل پر هغه د خپل لوز د ماتولو او غېر احترامانه چلن تور ولګاوه. شولڅ غوښتل چي د ګابريل څخه د بهرنيو چارو وزارت واخلي.

تیر وخت ته په کتو سره دا ستونزمنه ده چې د مارتین شولڅ هغه شیبه مشخصه شي چې شولڅ د خپلې سیورې لاندې راغلی وي. خو یو څه چې روښانه دي هغه دا دي چې هغه ډیر ځله په شاتګ کړی چې دغه څه د هغه د بې اعتمادۍ سبب هم ګرځیدلي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان د مشر د دندې د بریالیتوب د ډکو لاسته راوړنو وروسته، هغه مهال چې شولڅ غوښتل چې د المان صدراعظم شي، نوموړی د تیر کال د مارچ په میاشت کې د سوسیال دموکرات د ګوند د غړو د سل فیصده رایې په ترلاسه کولو سره د دې ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. نوموړي د نظرپوښتنو په ترڅ کې د خپل ګوند له پاره لا ډیر ملاتړ جلب کړ.

د ډیرې لنډې مودې په ترڅ کې دغه سیاسي اړخ پرمختګ وکړ او ان د مسيحي سوسیال او دموکرات مسیحي ګوندونو څخه هم مخکې شو. د تیر کال د سپتمر میاشتې د آلمان تر ملي پارلماني ټاکنو وروسته، نوموړي د خپل ګوند مشري هم پر مخ وړله. شولڅ د ټاکنو په شپه د اپوزیسیون خبرې وکړې چې د ګوند د یو شمیر غړو د خفګان سبب هم وګرځیدې.

Koalitionsverhandlungen von Union und SPD  Martin Schulz
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

خو وروسته له هغې چې د انګلا مرکل په مشرۍ د سوسیال مسیحي، دموکرات مسیحي، زرغون او آزاد دموکراتانو ترمنځ د حکومت د جوړولو پر سر خبرې ناکامې شوې چې له امله یې ائتلافي حکومت هم جوړ نه شو، د سوسیال دموکرات د ګوند رول یو ځل بیا د ټولو پام ځان ته جلب کړ. مارتین شولتڅ په دې وخت کې د آلمان په ګټه پریکړه وکړه خو د هغه دغه پریکړه ډیر ژر هم ونه نیول شوه. د خپلو تیرو څرګندونو پرخلاف، شولڅ د ستر ائتلافي حکومت د جووړلو له پاره لستوڼي بډ وهل.

تر دې مخکې هغه په ټیټه سطح وو

قدرت لرل او نه لر دوه داسې اړخونه دي چې د شولتڅ د ژوند برخه ګرځیدلي او هغه یې ترمنځ قدم وهلی دی. هغه آخن ته څیرمه د وورزلن په ښار کې را لوی شوی او په ۱۷ کلنۍ کې یې هیله درلوده چې د فوټبال یو وتلی لوبغاړی شي. هغه مهال تر ټپي کیدو وروسته، هغه د خپلې خوښې لوبې یعنې فوټبال سره مخه ښه وکړه او الکول څښلو ته یې مخه کړه. په پای کې هغه په بیکاره او الکولي کس بدل شو چې ورور او ملګرو به یې ورسره مرسته کوله. شولڅ په دې هکله ویلي چې زه تر دې وړاندې هم له دې څخه په ټیټه سطحه کې وم.

Aachen, SPD Kanzlerkandidat Martin Schulz
انځور: Reuters/T.Schmuelgen

تر لږ وخت وروسته شولڅ یو ځل بیا خپل ځان وموند. د اس پې ډې ګوند دغه غړي واده کړی او دوه اولادونه لري. د سیاست ډګر ته په داخلیدو سره شولڅ خپل کتاب پلورنځی وپلورو. هغه په ۳۱ کلنۍ د وورزلن ښار ښاروال شو او په ۱۹۹۴م کال کې یې د اروپا پارلمان ته لار پیدا کړه او بیا وروسته په ۲۰۱۲م کال کې یې د اروپايي پارلمان د ریاست موقف ترلاسه کړ.

انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: