1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارتين شولتڅ خپل نوی پروګرام معرفي کړ

۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبه

د آلمان صدراعظمۍ ته د سوسيال ديموکرات گوند کانديد مارتين شولڅ خپل راتلونکی پلان معرفي کړ. هغه غواړي په دې طرحې (مدرن آلمان) سره خپل او د ګوند محبوبيت زيات او د ميرکل د بيا بريا پر وړاندي ستونزې راولاړې کړي.

https://p.dw.com/p/2gfPe
Berlin SPD-Kanzlerkandidat Schulz präsentiert Zukunftsplan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

د آلمان صدراعظمۍ ته د سوسيال ديموکرات ګوند کانديد مارتين شولڅ تر انتخاباتو لس اوونۍ مخکې په پلازمينه برلين کې وويل چې د سپتامبر مياشتي پر ۲۴ انتخاباتو کې «په اوسنۍ اروپا کې د مدرن آلمان يا روان وضعيت او يو قدم شا پر لور» د مسير د بدلون په اړه تصميم نيول مطرح دي. شولڅ د ويلي برانت-هاوس په ستر تالار کې خپله لس ماده یزه پروګرام د شاوخوا ۶۰۰ کسانو په مخ کې معرفي او روښانه يې کړه چې د آلمان فدرالي جمهوريت بايد د اروپايي اتحاديې بودجې ته د لا زياتو پيسو ورکړې ته تياری ونيسي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چې آلمان په اروپا کې له اقتصادي اړخه د «هر بل هيواد» په پرتله زياته ګټه ترلاسه کوي. شولڅ دغه راز د اروپايي اتحاديې د نورو غړو هيوادونو د پيوستون غوښتونکی شو. «کوم هيواد چې نه غواړي مهاجر ومني يا د ماليو يو ډول ورانونکي رقابت کې داخليږي، نه شي کولای زموږ پر پيوستون حساب وکړي».

داخلي امنيت لږ مطرح دی

د شولڅ «راتلونکی پروګرام» د سوسيال ديموکرات ګوند د پروګرام يوه برخه ده چې د روان کال د جون مياشتې په وروستيو کې ورباندې پريکړه وشوه. د شولڅ په پروګرام کې کورني امنيت په شان موضوع ګانو ته يوازې د طرحې په څنډه کې ځاي ورکړل شوی دی. هغه هيله مند دی چې هڅه به وکړي تر څو د دغې طرحې له لارې د سوسيال ديموکرات ګوند د محبوبيت کچه چې اوسمهال د نظر پوښتنو له مخې کښته ده، د انتخاباتو تر ورځي د خپل ګوند په ګټه بدله کړي. هغه وویل: «زه غواړم يو عملي صدراعظم واوسم». شولڅ هيله مند دی چې د «مدرن آلمان له پاره د خپلو لسو پروژو» له لارې د مسيحې ديموکرات ګوند مشرې او صدر اعظمې انګلا ميرکل له پاره انتخاباتي فضا لا ډيره تنګه کړي. شولڅ د خپل ۱۹ مخيز پروګرام د معرفي کولو پر وخت وویل، په داسې حال کې چې ميرکل د هيواد د راتلونکې په اړه لږ خبرې کوي، هغه غواړي هر څه روښانه وي: «زما له پاره په هر حالت کې اړينه دا ده چې خلک يو واقعي انتخاب ولري او زه مطمئين يم چې آلمان کولای شي له دې زيات ترسره کړي».

«لا زياته پانګه اچونه»

د شولڅ د پروګرام له مخې، د پورونو د درولو تر څنک، بايد د لا چټک انترنيت او د لارو او ريل پټليو د وصلولو، د نوي کيدو قابليت لرونکې انرژۍ د پراختيا او د تعليم او تربيې په برخو کې لا ډيرې پیسې مصرف کړي. شولڅ زياته کړه: «موږ د پانګې اچونې له پاره لږ ترلږه يوه ټيټ سرعت ته اړتيا لرو».

شولڅ غواړي له آلماني شرکتونو څخه د يو فعال صنعتي سياست پر لرلو چې پر ديجيتلي ستونزو تسلط ولري ملاتړ وکړي.

شولڅ غواړي په دغه پروګرام سره يې د اجورو او هغو کاري شرايطو په برخه کې چې له مخې يې کارګرانو ته پرته له موجه دليله موقتي قراردادونو ورکول کيږي، لا ښه عدالت رامنځته او په کاري ساعتونو کې په مختلفو ناوړه چلندونو کې کمښت راولي.

د هغه په وينا، ټول هغه افراد چې د کسب خاوندان دي باید د «چانس حساب» په نوم حکومت له خوا تمويل شوی يو بانکي حساب ولري، څو وشي کړای په هغه پيسو خپلو تحصيلاتو ته ادامه ورکړي.

د شولڅ له اساسي غوښتنو څخه يوه يې په آلمان کې وړيا زده کړې دي چې بايد له وړکتونه پیل او د لوړو زده کړو تر پاي ته رسيدو ادامه ولري. په دې اساس بايد د فدرالي حکومت او ايالتي حکومتونو ترمنځ د روزنې يو ملي تړون، د ښوونځيو له پاره يوه مناسبه بودجه وړاندي شي، تر څو په ټول هيواد کې لوړ روزنيز معيارونه ترويج کړي.

د نورو ګوندونو نيوکه

د آلمان له پاره د شولڅ پر راتلونکې طرحې د کيڼ، زرغون او مسيحي ديموکرات ګوندونو له لوري نيوکې شوي دي. د کيڼ اړخو ګوند نوماندي زهرا واګنېشت ويلي دي چې د شولڅ د طرحې ستنې لړزيدونکې دي. هغې زياته کړې ده چې په آلمان او اروپا کې ډيره پانګه اچونه درسته ده، خو د شولڅ پر شتمنيو د ماليو د زياتيدو سره مخالفت، د دغې طرحې د تمويل له پاره هيڅ لاره نده پريښې.

د زرغون ګوند نوماند جم اوزدمیر د شولڅ وړاندېز د اوسنۍ صدراعظمې انګلا ميرکل تر مشرۍ لاندې د «رکود سياست» ته د پاي ټيکی ايښودو په برخه کې د يو «ښه زيګنال» په توګه بللی دی.