1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماتيس: شمالي کوريا به د اتومي قدرت په توګه ونه زغمو

۱۳۹۶ آبان ۶, شنبه

د امريکا متحده آيالات به د دغه هېواد د دفاع د وزير، جيمز ماتيس، په خبره هيڅکله هم شمالي کوريا د اتومي قدرت په توګه ونه مني او ونه زغمي. ماتيس په دې ترتيب په پيونګ يانګ کې مېشتو مسوولينو ته څرګند خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2mf7M
Verteidigungsminister Jim Mattis in Südkorea
انځور: picture alliance/AP/J. Yeon-Je

د امريکا د متحده آيالاتو د دفاع وزير، جيمز ماتيس، شمالي کوريا ته د دې څخه خبرداری ورکړی دی چې په اتومي وسلو دې کوم بريد پيل کړي. ماتيس د جنوبي کوريا د رسنيو په حواله وويل چې «د امريکا پر متحده آيالاتو او د هغوی پر متحدينو باندې هر بريد به په شا وتمبول شي.»

هغه په سيول کې د جنوبي کوريا له حکومت سره د امنيت په سر په کلنيو خبرو اترو کې اضافه کړه چې د اتومي وسلو د هر نوع استعمال په وړاندې به «ډېر مضبوط پوځي جواب» ورکړل شي. ماتيس دا هم وويل چې هغه ګواښ چې شمالي کوريا يې د خپلو ګاونډيانو له پاره تشکيلوي اوس «چټک» شوی دی.

ماتيس دا هم وويل چې په پيونګ يانګ کې د مشرتابه له خوا د توغنديو او همداراز تومي پروګرام د شمالي کوريا منيت پياوړی کوي نه، بلکې تضعيفوي يې. د ده په خبره به د امريکا متحده آيالات شمالي کوريا د اتومي قدرت په صفت هيڅکله هم ونه زغمي. د دفاع وزير په ورته وخت ټينګار وکړ چې د کړکېچ ديپلوماتيک حل « د تګ غوره لاره» ده. ماتيس دا هم زیاته کړه چې په نظامي ملاتړ سره يې «ديپلوماتان تر ټولو اغېزمن» کار کولای شي.د ترمپ له سفر مخکې هلې ځلې

يوه اوونۍ مخکې له هغه چې، د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، آسيا ته خپل لومړی سفر کوي، ماتيس په سول کې د نورو سياستوالو تر څنګ له خپل سيال، سونک يونګ موُ، او له ولسمشر، مون جای اين، سره خبرې کړې دي.

د جمعې په ورځ يې د شمالي او جنوبي کوريا تر منځ د حصار په څېر تړلي سرحد ته سفر وکړ. د راتلونکې اوونۍ په پای کې ولسمشر ترمپ هم غواړي چې آسيا ته سفر وکړي چې د نورو هېوادونو تر څنګ به دی له جاپان، جنوبي کوريا او چين څخه په دې ترڅ ليدنه وکړي.

په سيمه کې ترينګلتيا له هغه وروسته زياته شوې ده چې شمالي کوريا په تېرو څو مياشتو کې د راکټونو تېستونه او اتومي ازموينې کړې دي. ترمپ دغه منزوي شوي هېواد ته له دې وروسته د «بشپړې ويجاړۍ» ګواښ کړی وو، که د امريکا متحده آيالاتو ته د شمالي کوريا له اتومي وسلو څخه کوم خطر متوجه شي.

شمالي کوريا د نورو وسلو تر څنګ په دغسې توغنديو باندې کار کوي چې کولای شي يوه اتومي سرګلوله د امريکا تر متحده آيالاتو پورې ورسوي. پيونګ يانګ پر متحده آيالاتو باندې تور هم لګوي چې له جنوبي کوريا سره د مشترکو پوځي تمريناتو له کبله ګويا هڅه کوي چې په شمالي کوريا باندې بريد ته آمادګي ونيسي. خو ياد دواړه هېوادونه دغه خبره ردوي. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.05.2017):

James Mattis besucht Südkorea
جيمز ماتيس د خپل سويلي کوريايي سيال سونګ يونګ مو سره د عسکرې رسم ګذشت کتنه کويانځور: picture alliance /AP/dpa/L. Jin-Man