لیونل میسي په ۲۱ میاشتو حبس محکوم شو
۱۳۹۵ تیر ۱۶, چهارشنبهیوې هسپانیاوي محکمې د چهارشنبې په ورځ د بارسیلونا کلپ مشهوره لوبغاړی لیونل میسي، او د هغه پلار د درې مورده مالیاتي تقلبونو په جرم په ۲۱ میاشتو زندان محکوم کړل. محکمې وویل چې هغوی کولای شي په ستره محکمه کې د استیناف غوښتنه وکړی.
محکمې په خپله اعلامیه کې روښانه کړې ده چې میسي او پلار یې خورخه اوراسیون میسي، د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ له مالیاتو څخه د تیښتې په موخه په بلیز کې له شرکتونو څخه ګټه اخیستې ده.
څیړنې د هغوی ۴،۱۶ میلیونو ډالرو په اړه دي چې میسي په دغه موده کې د خپلو انځورونو له کبله ترلاسه کړې وې.
خو د هسپانیا د قوانینو له مخې تر دوو کلونو کم حبس کیدای شي چې د تعلیقي حبس په توګه اجرا شي. دا په دې معنی چې لیونل میسي او پلار یې کیدای شي په قوي احتمال زندان ته ولاړ نه شي.
محکمې همداراز حکم کړی دی چې میسي دوه میلیونه یورو او پلار یې یو نیم میلیونه یورو نقدي جریمې ورکړي.