1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لیبیا: د دموکراسۍ پلي کیدل مرستو ته اړتیا لري

۱۳۹۰ شهریور ۹, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي سلاکار ویلي چې د معمرالقذافي څخه وروسته ښایې لیبیا بهرني ځواکونو ته اړتیا ونه لري خو د دموکراسۍ د پلي کیدو لپاره هغوي بهرنیو مرستو ته اړتیا لري

https://p.dw.com/p/12Qmt
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture alliance / dpa

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي سلاکار، لین مارتین، د څو میاشتو راهیسې پر دې کار کوي چې څنګه په دغه هیواد کې سیاسي ثبات رامنځ ته شي.

د لیبیا پر روان کړکیچ د ملګرو ملتونو د امنیت شوری تر غونډې وروسته مارتین ویلي چې ملګري ملتونه د دې انتظار نه لري چې د لیبیا مؤقته شورا دې د پوځي سلاکارانو غوښتنه وکړي، هغه ویلي:

«دا خبره پوره څرګنده ده چې لیبیایان د ملګرو ملتونو او یا د نورو هیوادونو د هر رنګه پوځي شتون څخه ډډه کوي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بانکي مون، ویلي چې نړیواله ټولنه د لیبیا د خلکو د ځوریدنې او کړکیچ ته د ژر د پاې د ټکي د ایښودولو هیله مند ده:

«زه نه شم کولای چې د دغه وضعیت په اړه غلط څه ووایم. اوس ډیر مهم وخت دی. د لیبیا خلک د نړیوالې ټولنې مرستو ته سترګې په لار دي. انتقالې حکومت به په راتلونکو ورځو کې د مرستو مشخص وړاندیزونه وکړي. زما هدف دا دی چې د ملګرو ملتونو پرسونل هر څه ژر سیمې ته واستوم.»

دا په داسې حال کې ده چې یاغیانو د طرابلس په شمول د لیبیا زیاتره برخه تر خپلې ولکي لاندي راوستي.

په پام کې ده چې د پنجشنبي په ورځ به د فرانسې په پلازمینه، پاریس کې د لیبیا د یاغیانو د مؤقتې شورا مشر، مصطفی عبدالجلیل، سره به په یوه غونډه کې خبرې اتري وشي، چې په دغه غونډه کې به د بانکي مون سربیره به د هغه ځانګړی سلاکار او نور لوړپوړي چارواکي هم ګډون وکړي.

د بانکې مون د سلاکار په وینا  په دغې غوڼډې کې به د دې خبرې پلټنه وشي چې ایا یاغیان پولیس ته ضرورت لري او که نه. هغه زیاتوي چې د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت چې په پام کې ده په راتلونکو څو اونیو کې د امنیت د شوری له خوا ومنل شي، ښایې په لیبیا کې  سیاسي کار ته خپله زیاته توجه واړوي.

مارتین وایې چې د ملګرو ملتونو هغه کارپوهان چې د افغانستان، عراق او نورو هغو هیوادونو څخه چې دموکراسۍ لا په کی نوې ده تجربي لري په دې فکر کوي چې په داسې یوه هیواد کې چې لا تراوسه په کې ټاکني نه دې تجربه شوي، څرنګه ټانکنې په لاره واچوي.

د لیبیا د خپلواکۍ یواځې ۶۰ کاله کیږي، خو د دغې مودې څخه ۴۰ کاله قذافي په دغه خاوره واکمن وو.

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش