1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لږ شمیر مهاجر جعلي سوریایې پاسپورتونه لري

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۲۵, چهارشنبه

د هغو مهاجرو شمیر چې له جعلي پاسپورتونو سره آلمان ته راغلي، تر هغې کم دی چې مخکې یې اټکل شوې وو. د آلمان حکومت له خوا د ۶۸۰۰ پيژند پاڼو تر څیړنې وروسته دغه نتیجه ترلاسه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1HOQc
انځور: picture-alliance/dpa/D. Reinhardt

آلماني چارواکو د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې د ۶۸۲۲ سوریایې مهاجرو اسناد څیړلي دي. د دغو اسنادو یوازې ۸ سلنه یې جعلي ول. د اریتریایې او عراقي کډوالو د اسنادو له ارزیابۍ څخه هم ورته نتیجه ترلاسه شوې ده.

د فرانس پرس خبري آژانس په حواله دغه اسناد د المان حکومت، په پارلمان کې د کیڼ اړخي گوند د غوښتنې په ځواب کې وړاندی کړي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر ویلي وو چې ۳۰ سلنه کډوال چې ځان سوریایې معرفي کوي په اصل کې له بل هیواد پورې اړه لري.

د آلمان حکومت اوس ټینگار کوي چې دغه ارقام یوازې د سیمه ییزو چارواکو د اټکلونو له مخې وړاندی شوې ول. د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخي گوند ویاندې ولایلپکه، د آلمان پر کورنیو چارو وزیر سخت تورونه لگولي دي.

هغې ویلي دي: «بالاخره حکومت اعتراف کوي چې د مهاجرو یا د هغوي د اسنادو د جعل په مساله کې هیڅ ډول معتبره اسناد نه لري.» یلپکه زیاته کړې چې ډیمیزیر باید په رسمي ډول بخښنه وغواړي. هغې همدارنگه اشاره وکړه چې د یو پيژند پاڼې جعلي والې په هیڅ صورت د دې معنی نه لري چې پناه غوښتونکې دې هرو مرو وغواړي چې خپل ملیت بدنامه کړي.

د دې دلیل دا دی چې تر اوسه پورې په عمومي توگه سوریایې کډوال د کورنۍ جگړې څخه د تښتیدلو مهاجرو په توگه منل کیږي. په داسې حال کې چې دغه موضوع بیا د بالکان هیوادونو د کډوالو په هکله صدق نه کوي.

د اروپایې چارواکو د اطلاعاتو له مخې دوه ورځې مخکې معلومه شوې ده چې په سوریې او عراق کې په زرگونه سپين یا خالي پاسپورتونه ورک شوې دي. له دې پاسپورتونو څخه کیدای شي له جعلي نوم او مشخصاتو سره د اروپا پر لور د سفر کولو له پاره استفاده وشي.

د دیپلوماتیکو کړیو څخه ویل شوې دي چې د داسې په زرگونو پاسپورتونو د مسلسلو نومرو نوملړ موجود دی چې د سوریې او عراق د داسې سیمو په ادارو کې موجود دي چې اوس د «اسلامي دولت» ملیشه و یا نورو جگړه مارو ډلو په ولکه کې دي.

ویل کیږي چې د عراق د رقعه او دیرالزور له ولایتونو څخه شاوخوا ۵۰۰۰ پاسپورتونه، همدارنگه په سوریه کې د الانبار، نینوا او تکریت له ولایتونو څخه نږدې ۱۰۰۰۰ پاسپورتونه لادرکه شوي دي.

دا چې دغه پاسپورتونه اصلي ول، نو ستونزمنه به وي چې په پاسپورت کې لیکل شوې مشخصات جعلي ثابت کړای شي. تر اوسه پورې معلومه نه ده چې اروپایې چارواکو دغه نوملړ څنگه ترلاسه کړی دی.

څو ورځې مخکې د امریکا متحده ایالاتو چارواکو خبردارۍ ورکړی دی چې د «اسلامي دولت» تندلاري د جعلي پاسپورتونو جوړولو توان لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب