1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لومړی ځل يوه طياره پرته له تېلو پر ټوله ځمکه راګرځي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۵, یکشنبه

د لمريزې انرژۍ په مټ چلېدونکې «سولار ايمپالس ۲» طياره له هاواي څخه تر ۶۲ ساعته الوتنې وروسته په کاليفورنيا کې کوزه شوه. اوس بايد هغه د متحدو آيالاتو او اطلس سمندر د پاسه تېره شي څو يو وارې پر ټوله ځمکه راګرځېدلې وي.

https://p.dw.com/p/1IbdC
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Berger

د نړۍ په تاريخ په لومړي ځل يوه طياره پرته له تېلو پر ټوله ځمکه راګرځي. هغه د يکشنبې په ورځ له هاواي څخه د آرام سمندر د پاسه تر درې ورځنۍ پر له پسې الوتنې وروسته د متحدو آيالاتو په کاليفورنيا آيالت کې کوزه شوه.

دغه الوتکه د ماونتن ويو په ښار کې کوزه شوه چې د سان فرانسيسکو په سويل کې پروت دی. ټول ټال يې له هاواي څخه تر کاليفورنيا پورې ۴۵۰۰ کيلومتره وهلي دي. سويسي پيلوټ، بېرتران پيکارد، الوتکه د سان فرانسيسکو ښار او د هغه د مشهور «ګولدن ګېټ» پله د پاسه تېره کړه او په ژوندۍ بڼه يې انځورونه او د ماموريت د کنترول له مرکز سره خبرې اترې د انترنېټ د لارې خپرې کړې.

پيکارد وويل: «ما پُل شا ته پرېښود. زه اوس رسماً امريکا ته ورسېدم. آيا تاسو تصور کولای شئ چې له ګولدن ګېټ پله څخه په يوه لمريزه الوتکه کې تېرېږئ لکه پخوا چې به کښتۍ هم دلته تېرېدلې؟ خو دغه طياره نه شور او نه ککړتيا لري.»

د هغه د ټيم په خبره پيکارد څو څو وارې له پُل څخه تېر شو. د ماموريت بل پيلوټ، اندرې بورشبېرګ په يوه چورلکه يا هليکوپتر کې ناست وو چې د دغې رکارډ ماتونکې الوتنې عکسونه او ويډيوګانې يې اخيستلې.د پنجشنبې په سهار د ځمکې د پاسه د ګرځېدلو د هڅې نهم پړاو په هاواي کې پيل شوی وو. په ماونتن ويو کې د موفېټ هوايي ډګر ته د رسېدلو مهال د ځايي وخت مطابق د نيمې شپې لږ مخکې اټکل شوی وو. په موناکو کې ناست د سولار ايمپالس د کنترول ټيم، د الوتنې په هکله معلومات د ټولنيزو رسنيو له لارې خپاره کړل. د الوتنې ټيم چې په هاواي کې يې الوتکه الوتنې ته چمتو کړې وه، په کاليفورنيا کې پروت د سيليکن وېلي درې ته سفر وکړ څو د طيارې له پاره د درولو يو سرپټ ځای برابر کړي.

د سولار ايمپالس ۲ ټيم خپل ماموريت د پروسږ کال د مارچ په مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې پيل کړی وو. تر اوسه يې په عمان، ميانمار، چين او جاپان کې يو څو وارې دمه کړې ده.

د الوتنې د سفر تر ټولو مناسب سرعت په ساعت کې ۴۵ کيلومتره دی، خو کله چې د لمر وړانګې ډېرې تودې وي، نو دغه چټکتيا لا زياتېدلی شي. د کاربون مواد چې طياره ورڅخه روغه ده، څه باندې ۵۰۰۰ پاونډه وزن لري. د دغې طيارې وزرونه چې په ۱۷ زرو سولار يا لمريزو حجرو سمبال دي، د بوينګ ۷۴۷ الوتکې په پرتله لا لوی دي. سولار حجرې هغه انرژي زېرموي چې د پرو د څرخېدلو او په برېښنا د بيټريو د ډکولو له پاره ورته اړتيا شته. الوتکه د شپې له خوا ټوله ذخيره شوې انرژي مصرفوي.

Kalifornien San Francisco Solar Impulse 2
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Berger