1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لودين: د بن په کنفرانس کي له نړيوالو غښتلې سياسي ژمنه غواړو

۱۳۹۰ آذر ۸, سه‌شنبه

د بن په دوهمه غونډه کي چي د دوشنبې په ورځ جوړيږي، افغان سياسي ډله هڅه کوي د خپل ملک د لسو کلنو لاس ته راوړنو د ساتلو له پاره له نړيوالي ټولني قوي سياسي ژمنه تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/13Iuu
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاويد لودين
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاويد لودينانځور: DW

دغي غونډي ته د ګډون له پاره د افغانستان ځيني استازي لا وختي المان ته رسېدلي دي.

د افغانستان د بهرنيو چا رو وزارت سياسي معين جاويد لودين وايي، په دغه غونډه کي به د کابل او نړيوالي ټولني تر منځ د اړيکو په کلکولو او هر اړخيزه کولو باندي خبري کيږي.

د بن د دوهم کنفرانس د اجندا مهمه برخه له ۲۰۱۴کال وروسته د لسو کلونو له پاره د افغانستان او نړيوالي ټولني د ملګرتيا پر سر بحثونه دي.

ښاغلی لودين وايي، په تيرو لسو کلونو کي د ملک په اقتصادي، ټولنيزو برخو او د سياسي بنسټونو په جوړلو کي د پام وړ پرمختګونه شوي، خو دغه پرمختګونه اوږد مهالي سياسي ملاتړ ته اړتيا لري چي د نړيوالي ټولني له همکاريو پرته يې ساتنه ګرانه ده.

د لودين په خبره دوئ، به هڅه وکړي د بن په دوهمه غونډه کي له نړيوالو يو قوي سياسي ملاتړ تر لاسه کړي.

«دا يو فرصت دی، چي موږ له نړيوالي ټولني سره پر هغو ګواښونو چي په مخکي دي او هغه لار چي افغانستان يې بايد ووهي، تر څو خپلو موخو ته ورسيږي خبري وکړو. د يوې با ثباته ټولني د جوړېدو او يوه ديموکراتيک نظام د رامنځ ته کولو له پاره اوږده لار په مخ کي ده. موږ به په بن کي له نړيوالي ټولني په همدې برخو کي د مرستي غوښتنه وکړو».

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وايي د بن د دوهم او لومړي کنفرانس تر منځ توپير په دې کي دی، چي لومړی د افغانانو تر منځ د سياسي ډيالوګ پر سر خبري وې خو دا ځل به د معاملي يو اړخ افغانستان او بل اړخ نړيواله ټولنه وي.

لودين وويل چي له ۲۰۱۴کال وروسته به هم افغانستان يو لړ ستونزي په مخ کي ولري چي اوارېدل يې د نړيوالو له سياسي تعهد پرته ناشونی بريښي.

افغان دولت وايي، د بن د دوهمي غونډي پر مهال به افغان حکومت د ځان د بقا لپاره له ۲۰۱۴کال وروسته د لسو کلونو له پاره د نړيوالو ژمنو د تر لاسه کولو هڅه وکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل