1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ښوونځی محرومو زده کوونکو ته ښوونيز پروگرام

رضا شېر محمدي (مسعود جهش)۱۳۹۲ مرداد ۸, سه‌شنبه

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت په پام کې لري چې د سیمه ییزو زده کړو د پروګرام په تطبيق سره له ښوونځي څخه محروم زده کوونکي وروزي. دغه وزارت دې پروګرام ته ۵۵ میلیونه ډالر بودجه ځانگړې کړې ده.

https://p.dw.com/p/19H9u
Afghan children are studying in Community Based Education program in Helmand province of Afghanistan.29.07.2013.Photo: Rohullah Elham / DW Mr Elham is DW reporter in Helmand and DW has all the rights to us the photos.
Afghanistan Schule Unterricht für afghanische Kinder in Helmandانځور: DW/R. Elham

دغه پروګرام په هغو سیمو کې پلی کیږي چې رسمي ښوونځی پکې موجود نه وي. د دې پروګرام په ترڅ کې چي په ۱۳ ولايتونو او ۵۵ ولسواليو کي ترسره کيږي ښوونکو ته له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ ډالرو معاش ورکول کیږي. دغه ښوونکي بیا په خپلو سیمو کې زده کوونکي روزي. پر دې سربیره سیمه ییز مشران د زده کوونکو له پاره د زده کړې ځای او دولت هغوی ته درسي مواد چمتو کوي.

نهه کلنه اختر بي بي یوه افغانه ماشومه ده چې ښوونځی ته لاسرسی نه لري. هغه اوس د افغانستان د ښووني او زوزني وزارت د سیمه ییزو زده کړو پروګرام په ترڅ کې د هلمند ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې زده کړې کوي. کله چې له هغې څخه پوښتل کیږي چې تر اوسه پورې یې څه زده کړي دي نو له الفه تر ي پوري الفبا له یاده او په ډیر چابکې سره په لوړ آواز لولي.

په دغه پروژه کي ښوونکو ته د مياشتي ۵۰۰ ډالره معاش ورکول کيږي
په دغه پروژه کي ښوونکو ته د مياشتي ۵۰۰ ډالره معاش ورکول کيږيانځور: DW/R. Elham

د افغانستان د ښووني او روزنې وزارت د نشراتو ادارې مشر کبیر حقمل، وايي چې افغانستان په وروستیو وختونو کې د «Global Partnership for Education» یا د ښوونې او روزنې له پاره د نړیوال مشارکت سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی. افغانستان اوس هم د دغه سازمان د اجرائیوي هیئت غړی دی.

د ښووني او روزني وزارت د دغه چارواکي په خبره د دغه پروگرام په ترڅ کې به هر کال یو نیم میلیونه کوچنیانو ته چې له زده کړو څخه محروم دي، د زده کړې امکانات برابر شي. په همدې حال کې به د دغه پروگرام په ترڅ کې هغو کسانو ته هم ځانگړي ښوونیز پروگرامونه ترتیب شي چې عمر یې ډیر دی خو له سواده محروم پاتي دي.

ښاغلي حقمل وايې چې د ښووني او روزني له پاره د نړیوال مشارکت سازمان د افغانستان له پاره یوه ۵۵ میلیون ډالري بودجه تصویب کړې ده، چي د سیمه ییزو زده کړو پروگرام پيل کړي. دغه پروگرام یو کال مخکې د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو د ادارې یا یونیسف، په مرسته پیل شوه، خو بیا وروسته د بودجې د کمښت له کبله په ټپه ودریده.

سیمه ییزي شوراگانې

دغه پروگرام یوازي د هلمند ولایت په نادعلي، ناوې، مارجې، گرشک او یو شمیر نورو ولسوالیو کې پیل شوی دی. په دې ترتیب سره په دغو ولسوالیو کې۲۰۰ سیمه ییز ټولگي فعاله شوي دي او له ۶۰۰۰ څخه ډیرو کسانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده. چارواکي وایي چې له دې پروگرام څخه د سیمه ییزو شوراگانو ملاتر ډیر اړین دی.#bbig

دغه پروگرام تر ډیره ځايه پر هغو نجونو باندې تمرکز کوي چې له زده کړو څخه محرمي پاتي دي. په ځینو ولسوالیو کې د نجونو له پاره د هغوی خپل خپلوان د ښوونکو په توگه گومارل شوي دي.

د نادعلي ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي امان الله، د خپل کور درې خوني درسي ټولگیو ته ور کړي دي. هغه وايي چې د دغه پروگرام په ترڅ کې زده کوونکي ان تر رسمي ښوونځیو په ښه توگه خپل درسونه پر مخ بیایي. حاجي امان الله زیاتوي: «موږ له دې پروگرامه ډیر راضي یو. موږ ته يې ډیر امکانات برابر کړي دي. ډیرو زده کوونکو چې پخوا يې د زده کړو امکانات نه لرل، اوس زده کړې کوي.»

په افغانستان کې د لومړنیو زده کړو د پروگرام پیلیدل

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت وایي چې په نزدې راتلونکې کې به ښوونځي ته د چمتوالي د نیولو پروگرام پيل شي. په دې پروگرام کې به هغه ماشومان گډون کوي چې عمر یې تر اوو کلونو کم وي او لا تر اوسه پورې په ښوونځي کې نه وي شامل شوي.
 
د افغانستان د ښووني او روزني وزارت چارواکي وايي چې د دغه پروگرام جزئیات او بودجه به په راتلونکې میاشت کې په جنوبي کوریا کې د یوه کنفرانس په ترڅ کې اعلان شی.