1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه ډیر افغان مهاجر خپل هیواد ته ستانه شوي

۱۳۹۶ آذر ۳۰, پنجشنبه

له پاکستانه په تیرو څو کلونو کې تر ۴۲۵ زرو زیات راجستر شوي افغانان په خپله خوښه هيواد ته ستانه شوي دي. همداشان په پاکستان کې د غیر راجستر شوو کډوالو د ثبتیدو پروسه هم له يوې مودې راهیسې پېل شوې ده.

https://p.dw.com/p/2pkIl
Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

په پاکستان کې اوسیدونکي۵۶۰ زره غیر راجستر شوي افغانان ثبت شوي دي. څو ورځې تر مخه د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د اوسیدونکو مهاجرو د پاتیدو نیټه د یوه بل کال له پاره هم وغځوله. داسې ویل کیږي چې په پاکستان کې د ۱،۴ میلیونه راجستر شوو کډوالو څخه یې ۹۰۰ زره په خیبر پښتونخوا او نور يې د دغه هیواد په نورو سیمو کې میشت دي.

د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په پيښور کې افغان قونصل معین مرستیال، په خبرو کې ویلي دي: «افغانان له څلورو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي. پاکستانيانو له هغوی سره خپل هر څه ویشلي دي.» د هغه په خبره تر درو میلیونو زیات افغانان په دغه هیواد کې اوسیدلي دي. هغه ویلي دي چې افغانانو دلته زده کړي کړي دي او د هغوی ښه به له یاده و نه باسي.

د معین مرستیال په خبره کوم افغانان چې خپل هیواد ته ستنیږي، افغان حکومت هغوی ته د بنسټیزو آسانتیاوو د برابرولو له پاره اساسي ګامونه اخلي. له بل اړخه په پاکستان کې نړیوالې مرستندویه ادارې همکاري کوي، څو د ثبت په پروسه کې آساني رامنځ ته شي.

په پیښور کې د افغان کمیشنرۍ مشر وقار معروف، وایي: «د افغان مهاجرو د ثبتیدو په باره کې تر تکراري شکایتونو وروسته اوس د تلیفون له لاري مهاجر ثبتیږي. د راجستر کیدو هیله من کسان لومړی د تلیفون له لارې یو وخت ټاکي او بیا وروسته په آسانۍ سره د ثبت پړاو بشپړوي.»

په پيښور کې څو کاله تر مخه پر آرمي پبلک سکول باندې تر برید وروسته په پاکستان کې میشت افغان مهاجر له ستونزو سره مخامخ شوي دي. په دغه موده کې ډیر افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي هم دي. د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ د یوې چارواکې مورین ماسټر، په خبره په تیرو دوو کلونو کابو۳۵۰ زره راجستر شوي افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرو او بشري حقونو غیر دولتي سازمان سوسایټي فار هیومن رایټس اینډ پرزنرز، مشر لیاقت بنوري وایي چې پاکستان له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د افغان مهاجرو پيټي ته اوږه ورکړې ده، په داسې حال کې چې نن ورځ پاکستان پخپله هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د هغه په خبره په دغسې یوه وضعیت کې د نړیوالو ادارو مسوولیت دی چې دلته د میشتو افغان مهاجرو د ستونزو د حل له پاره، له پاکستان سره هره ممکنه همکاري وکړي. د هغه په خبره که له یوه اړخه پاکستان له ترهګرۍ سره مخامخ دی، نو له بل اړخه اقتصادي ستونزي هم پر راټوکیدو دي.

فرید الله خان، پيښور

زموږ له آرشیف څخه: