1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه د افغان مهاجرو په تګ کې کمښت راځي؟

۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعه

د ملګرو ملتونو په حواله روان کال به له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د بیرته ستنیدو په شمیر کې کمښت راشي. تیرکال له پاکستان څخه خورا ډېر افغان مهاجر بیرته خپل وطن ته ستانه شول.

https://p.dw.com/p/2eN18
Pakistan Afghanische Flüchtlinge wollen zurück in die Heimat
انځور: Afghanisches Konsulat Peshawar

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله تیرکال له پاکستان څخه ۳۷۰زره افغان مهاجر بیرته خپل وطن ته ستانه شوي دي. د دې مهاجرو زیاتره برخه داسې کسان دي چې پلورنه یا نیکونه یې د۱۹۸۰م لسيزي په اوږدو کې پاکستان ته مهاجر شوي ول.

د چارو د کارپوهانو په آند، د دومره ستر شمیر افغان مهاجرو د تګ لامل پاکستان له لوري پر دغو مهاجرو باندې له مجرمینو او ترهګرو ډلو سره د مرستې تور بلل کیږي.

په عین وخت کې د افغانستان د حکومت له لوري دغو مهاجرو ته د آسانتیاوو نه برابریدو او په پاکستان کې يې پر وړاندي په نفرت کې د څه نا څه کمښت له امله کیدای شي سږ کال به د تیرکال په شان مهاجر خپل هيواد ته ستانه نه شي.

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې ویاند ډین میک نورټن وايي: «د تیرکال په پرتله روان کال په پاکستان کې وضعیت بدل شوی دی. تیرکال افغانستان ته د افغان مهاجرو په بیرته لیږ کې بیلابیلو فکتورونو رول لاره.»

روان کال اسلام د افغان مهاجرو پر وړاندې د نوي سیاست د غوره کولو اعلان وکړ. د دې کړنلارې پر اساس به په پاکستان کې میشت ټول ناثبت شوي افغان مهاجر ثبت شي او ټاکل شوي چې د افغانانو د ویزې له پاره به هم نوی قانون پلی شي.

روان کال له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستنیدونکي هر افغان مهاجر ته د ملګرو ملتونو لخوا ۲۰۰ ډالر مرسته ورکول کیده. تیر کال دغه مرستې بیا ۴۰۰ ډالر ټاکل شوې وې او د بیرته ستنیدونکو کسانو له پاره ډیره مرسته ګڼل کیده.

له ۲۰۰۲م کال راهیسې  له پاکستان څخه ۴.۲ میلیونه افغان مهاجر د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د دفتر په مرسته بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.