له پاکستان سره مرسته کوونکي لس مخکښ هیوادونه
له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې له پاکستان سره په پرمختیایي برخه کې لسو مخکښو هیوادونو په ټوله کې ۱۰۷۸۶ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې. مهم هیوادونو او د هغوی د مرستو شوو پیسو جزئیات.
۱۔ امریکا
له۲۰۱۰م کاله تر ۲۰۱۵م پوري له پاکستان سره تر ټولو زیاتې پراختیایي مرستې امریکا متحدو ایالاتو کړي دي. په دغو پنځو کلونو کې امریکا، پاکستان ته ۳۹۳۵ میلیونه ډالر ورکړي دي.
۲۔ بریتانیا
بریتانیا بیا د دغو هیوادونو په نوملړ کې دوهم ځای لري. بریتانيا په دغو پنځو کلونو کې پاکستان ته ۲۶۸۶ میلیونه ډالر پرمختیايي مرستې برابرې کړي دي.
۳۔ جاپان
جاپان بیا دریم هیواد دی چې له ۲۰۱۰م کاله یې تر ۲۰۱۵م کاله پورې پاکستان ته ۱۳۰۳ میلیونه ډالر مرسته ورکړې ده.
۴۔ اروپایي اتحادیه
اروپایي اتحادیې په پاکستان کې د پراختیایي پروژو له پاره په پورتنۍ ذکر شوې موده کې د سویلي آسیا له دغه هیواد سره ۸۶۷ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
۵۔ آلمان
آلمان د پرمختیایي مرستو په ترڅ کې له پاکستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو په نوملړ کې پنځم ځای لري. د اقتصادي همکاریو او پراختیايي چارو سازمان په وینا، آلمان د دغو پنځو کلونو په ترڅ کې ۵۴۴ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
۶۔ متحد عربي امارات
د همدغو پنځو کلونو په موده کې بیا متحدو عربي آماراتو له پاکستان سره ۴۳۷ میلیونه ډالر پراختیایي مرسته کړې ده. دغه هیواد له پاکستان سره د پرمختیایي چارو په برخه کې شپږم هیواد دی چې ډیرې مرستې یې کړي دي.
۷۔ آسترالیا
د پرمختیایي چارو په برخه کې له پاکستان سره مرسته کوونکو هیوادونو په نوملړ کې اووم ځای د آسترالیا دی، چې په ټوله کې یې له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې له پاکستان سره ۳۵۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
۸۔ کاناډا
کاناډا بیا په دغه موده کې له پاکستان سره د پرمختیایي مرستو په ترڅ کې ۲۶۲ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
۹۔ ترکیه
ترکیه له پاکستان سره د پرمختیایي چارو په برخه کې نهم ستر مرسته کوونکی هیواد دی، چې له ۲۰۱۰م کال څخه یې تر ۲۰۱۵م کاله پورې د پراختیایي پروژو له پاره ۲۳۶ میلیونه ډالر مرسته ورکړې ده.
۱۰۔ ناروې
ناورې بیا له پاکستان سره د پراختیایي چارو په برخه کې لسم مخکښ هیواد دی، چې د پنځو کلونو په موده کې یې دغه هیواد ته د پراختیایي چارو په ترڅ کې ۱۲۶ میلیونه ډالر ورکړي دي.
چین
چین د اقتصادي مرستو ورکوونکو سازمان غړی نه دی او په عام ډول د چین مرستې د آسانو شرایطو له مخې د وړاندې شوو پورونو په ترڅ کې وي. د چین د «ایډ ډیټا» په وینا دغسې پورونه تر یوه حده د پرمختیایي مرستو په ترڅ کې حسابیدای شي. یوازې په ۲۰۱۴م کال کې چین پاکستان ته د بیلا بیلو پروژو په ترڅ کې ۴۶۰۰ میلیونه ډالر ورکړي دي.
سعودي عربستان
د چین په شمول سعودي عربستان هم د پرمختیایي پروژو په ترڅ کې د مرستې له پاره پورونه ورکوي. د سعودي عربستان د پرمختیایي له پاره مرستې، ادارې په وینا دغه هیواد له پاکستان سره له ۱۹۷۵م کال څخه تر ۲۰۱۴م کاله پورې پاکستان ته ۲۳۸۴ میلیونه سعودي ریال (شا او خوا ۶۲۰ میلیونه ډالر) ورکړي دي. شمشیر حیدر