له يونانه په زرونو مهاجر بیرته خپلو هیوادونو ته ستنيږي
۱۳۹۶ آبان ۲۲, دوشنبهد روان ميلادی کال له پيل راهيسې له يونان څخه په زرونو پناه غوښتونکي بيرته خپلو اصلي ټاټوبو ته ستانه شوي دي. د يونان پليسو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د مهاجرو نړیوال سازمان(IOM) په مرستي سره ۱۶۰۰۳مهاجر له دغه هيواد څخه وتلي دي.
د دغو مهاجرو ډيره برخه البانيايان، پاکستانيان،بنګله ديشان او افغانان ښووله شوې ده.
د امنيتی چارو کارکوونکي د آلمان خبري اژانس ته ويلي دي چې په دي کې هغه کسان په نظر کې نيول شوي، چې دوي په اروپا کې د مهاجر په توګه د قبليدلو چانس نه لري اوهم په خپله خوښه وغواړي چې بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شی.
دغه راز د مهاجرو نړيوال سازمان د امينتي قواو په ملاتړ له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي، تر څو دوي بيرته خپلو اصلي هيوادونو ته ستانه شي.
دغه مهاجر مخکي له دي چې په الوتکه کې سپاره شي له پنځه سوه تر۱۵۰۰يورو پوري تر لاسه کوي چې په خپلو اصلي ټاټوبو کې پري ژوند پيل کړي.
اوس په يونان کې تر۶۰ زره زیاتو پناه غوښتونکو، خپلو هیوادونو ته د بیرته ورګرځيدو له پاره نومونه ثبت کړي. دغه پناه غوښتونکي په مهاجرکمپونو کي اوسیږي.
زموږ له ارشيف څخه: