1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له هلموت کول سره مخه ښه

۱۳۹۶ تیر ۱۰, شنبه

آلمان په دغه شنبه ستراسبورګ ته ګوري او د پخواني صدراعظم د يادون اروپايي مراسمو ته سترګې په لار دی. مېرکل په پارلمان کې وويل چې کول «د آلمان له پاره د نېکمرغۍ يو مورد وو او د اروپا له پاره هم د نېکمرغۍ يو مورد وو.»

https://p.dw.com/p/2fkKu

د هلموت کول نقاشي د آلمان د «صدراعظمانو په ګالرۍ» کې يو څه غټه برېښي. دغه ګالري د آلمان په صدارت ماڼۍ کې ده چې د اوو حکومتي مشرانو انځورونه پکې ځړيږي. د کول نقاشي د آلمان له ختيځ څخه راغلي انځورګر، البرېشت ګېسه، ۱۴ کاله پخوا جوړه کړې ده. دغه نقاشي کول خپله خوښه کړې وه. دغه اثر داسې ايسي لکه د کول د ژوند د وروستيو کلونو انځور چې وي، ځکه چې پخوانی صدراعظم کول دغه انځور ته د ژوند په وروستيو کې په رښتيا ورته شوی وو. اوس انګلا مېرکل او جمهور رئيس، فرانک والتر شتاينماير او همداراز نړيوال مېلمانه د دغې نقاشۍ مخې ته ناست ول، څو د کول په هکله خپل افکار د غمرازۍ او خواخوږۍ په يوه کتاب کې نوشته کړي.

آلمان د کول د مړينې له خبر سره سم ستونزې وګاللې. د چپي «تاڅ» ورځپاڼې سپکونکي سرټکي وليدل شول چې له خبر يوه ورځ وروسته يې د تابوت د پاسه د ګلانو ګېډۍ ښودلې په کومو چې ليکل شوي وو: «ښېرازه منظرې»، يعنې د کول يو مشهور نقل قول چې د آلمان د ختيځ د بيا رغاونې په هکله يې ژمنه کړې وه چې شرقي آلمان به هم د ښېرازۍ په لور ودرومي. د ورځپاڼې مسوول مدير، ګېورګ لوويچ، وروسته بيا بخښنه وغوښتله. همداراز د کول د کونډې، مايکه ريشتر کول، چلن هم حيرانونکی وو چې د برلين د شاندارو مراسمو پر ځای يې خپل مېړه ته د آلمان د سياستوالو پرته د يادون اروپايي مراسم پلان کړي وو. ډېرو بيا په برلين کې د کول وروستي کلونه په ياد راوستل په کومو کې چې کول ډېر ستونزمن سړی وو او د بسپنو د راټولولو د نارڅرګندو کړو وړو خبره هم يو ځلې بيا مطرح شوه.«د آلمان د يووالي صدراعظم»

د دې ټولو ستونزو سربېره د آلمان د «يووالي د صدراعظم» او د اروپا د افتخاري وګړي تصور بيا هم ډېر پياوړی پاته شو. د آلمان د پارلمان د استازي په توګه د کول اصلي وخت په ۱۹۷۶ کال په بن کې پيل شو او په ۲۰۰۲ کال کې د آلمان په رايشستاګ ودانۍ يعنې د آلمان په نوي پارلمان کې پای ته ورسېده. د کول د ۱۶ کلنې صدراعظمۍ په منځ کې (۱۹۸۲ تر ۱۹۹۸ پورې) د آلمان بېلونکی دېوال چپه شو. فولکر کاودر، چې د ۲۰۰۵ کال راهيسې د اتحاد ګوند د فراکسيون مشر دی، د سه شبنې په ورځ يادونه وکړه چې کول څنګه په وروستي ځل فراکسيون ته راغلی وو. کاودر وايي چې يوه جمله، چې کول ويلې وه «ټول هغه خلک چې حضور يې درلود، احساساتي کړل.» کول ويلي وو چې «دلته په دغه فراکسيون کې زما کور دی. دا زما ټاټوبی هم دی.»

کاودر د وير په کاتوليکي مراسمو کې دغه خبره وکړه، چې پکې د آلمان ولسمشر شتاينماير له خپلې مېرمنې سره، پخواني ولسمشر، کريستيان وولف، د آلمان د پارلمان مشر، نوربرت لامرت، صدراعظمې انګلا مېرکل، لسو وزيرانو او سلو د ولس استازو هم ګډون کړی وو.«د آلمان له پاره يوه نېکمرغي»

يوه جلمه په دغو ورځو د آلمان په پارلمان کې دوه وارې تکرار شوه. د پارلمان مشر، لامرت د جون په ۲۲مه وويل: «هغه د آلمان او د اروپا له پاره د نېکمرغۍ يو مورد وو.» د آلمان صدراعظمې مېرکل يوه اوونۍ وروسته وويل: «هلموت کول د آلمانانو له پاره د نېکمرغۍ يو مورد وو او هغه د اروپا له پاره هم د نېکمرغۍ يو مورد وو.» 

G20 Gipfel Bundestag Angela Merkel
مرکل: «کول د آلمان له پاره د نېکمرغۍ يو مورد وو .»انځور: Getty Images/J.MacDougall
Deutschland Totenmesse für Kohl in Berlin
له هلموت کول سره خدای په اماني په کليسا کيانځور: picture-alliance/AP Photo/J. Macdougall