1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش مهاجرو سره ټولنيزې مرستې، ژبې سره بلدتيا پورې مشروطوي

۱۳۹۷ خرداد ۸, سه‌شنبه

د اتريش ښی اړخی حکومت غواړي پر هغو بهرنيانو او مهاجرو باندې ټولنيزي مرستې کمې کړي چې په آلمانۍ ژبه خبرې نه کوي. دغه طرحه ښايي د اروپايي اتحاديې له قوانينو سره په تضاد کې وي.

https://p.dw.com/p/2yWJ0
Österreich Kanzler Sebastian Kurz (Ausschnitt)
د اتريش لمړی وزير سبستين کورتسانځور: Reuters/L. Nieser

دغه طرحه د دوشنبې په ورځ د اتريش لمړي وزير په ويانا کې معرفي کړله. که چيرته دغه طرحه تصويب شي، په هغه صورت کې به هغه بهرنيان چې په آلمانۍ ژبه په کافي اندازه خبرې نه شي کولای، تر پنځو کلونو پوري به حق ونه لري چې د ټولنيزو مرستو غوښتنه وکړي.

د اتريش لومړي وزير سيبستين کورتس په يوه خبري ناسته کې وويل چې موخه يې د داسي يو قانون طرحه ده چې پکښې د لږ تر لږه حد بشپړو ټولنيزو مرستو د ترلاسه کولو له پاره، له آلماني ژبې سره بلدتيا مهم رول پيدا کړي.

هغه وويل: «له دې سره به هر هغه څوک چې په کافي اندازه پر آلماني ژبه تسلط ونه لري، وبه نه شي کړای چې د بشپړو ټولنيزو مرستو ترلاسه کولو له پاره وړانديز وکړي.»

کورتس وويل ډير هغه کسان چې د لږ تر لږه حد ټولنيزي مرستي تر لاسه کوي، په ويانا کې ژوند کوي چې نژدې نيمايي يي بهرنيان دي. دا د هغه له نظره يوه «ويرونکې» پديده ده.

کورتس چې تيرکال يې له ښی اړخې افراطي ائتلاف سره قدرت ترلاسه کړ، د مهاجرت او پناه غوښتنې په تړاو يې سخت سياست غوره کړی دی. هغه داسې فکر کوي چې د ټولنيزو مرستو په کمولو سره به هغه مهاجر چې غواړي اتريش ته ولاړ شي، له دغه تصميم څخه به يې منصرف شي.

Österreich Pralamentswahl Sebastian Kurz ernst
سبستين چې ۳۱ کاله عمر لري، د تيرکال په ټاکنو کې په بريا، د اروپا تر ټولو ځوان رهبر په توګه وپيژندل شوانځور: picture-alliance/APA/H. Neubauer

د دغې طرحې پر اساس، د داسې يو کس له پاره چې له آلمانۍ ژبې سره کافي بلدتيا ونه لري مياشتنۍ ټولنيزي مرستې به يې ۵۶۳ يورو وي، خو که په هغه صورت کې چې دغه کس د آلمانۍ ژبې په آزموينه کې بريالی کيږې، بيا دغه مياشتنۍ مرستې ۸۶۳ يورو ته لوړيږي. ماشومان به هم استثناء نه وي او په دغه قانون کې به راځي، ځکه خو امکان يې شته چې د هغوي د مرستو اندازه هم ښکته شي.

د اروپايي اتحاديې له مقرراتو سره مخالفت؟

په اروپايي اتحاديه کې د حرکت آزادۍ په تړاو د دغې اتحاديې د کميسيون د تګلارې پر اساس، اتريش بايد د اروپايي ټولني له اتباعو سره له تبعيضه کار نه واخلي.

د اتريش لمړي وزير سبستين کورتس وويل: «د حرکت آزادي په ټوله اروپايي ټولنه کې د کار پيدا کولو د آزادۍ په معنی ده. د آزادۍ حرکت په دې معنی نه ده چې خلک دې اجازه ولري تر څو د ټولنيزو مرستو تر ټولو ښه سیستم ځان ته انتخاب کړي.

په همدې دليل زما له نظره تر ټولو ښه به دا وي چې د ټولنيزو مرستو اړمن کسان دې د بشپړو ټولنيزو مرستو ترلاسه کولو پوري انتظار وباسي. زه فکر کوم چې له دې طرحې سره موږ پر ښه لور مخته ځو.»

کورتس د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا دغه طرحه له قانون سره مطابقت لري وويل، چې په دې اړه په بل ځای کې تصميم نه نيول کيږي. هغه زياته کړه: «موږ د اساسي قانون محکمه نه يوو.»

دغې محکمې په مارچ مياشت کې هغه اصلاحي طرحه رد کړه، چې پر اساس يې د ټولنيزو مرستو له پاره وړانديز کوونکي مهاجر بايد له تيرو شپږو کلونو څخه پنځه يې په اتريش کې تير کړي وي.

اتريش به په راتلونکې مياشت کې د اروپايي اتحاديې د شپږ مياشتني نوبتي دورې رياست پر غاړه واخلي.

د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: