1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته ډیری ستانه شوي مهاجر یو ځل بیا بېځایه کیږي

۱۳۹۶ بهمن ۵, پنجشنبه

د ناروې د مهاجرت کمیتې په یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې په ډیر شمیر هغه افغانان چې خپل هیواد ته ستنیږي، د جګړو او تاوتریخوالي له کبله نه شي کولای په خپلو اصلي سیمو کې میشت شي او یو ځل بیا بې ځایه کیږي.

https://p.dw.com/p/2rUX7
Flüchtlinge Afghanistan Heart Kabul
انځور: DW/S.Tanha

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په ۲۰۱۷ م کال کې په افغانستان کې د تاوریخوالي په پيښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په همدې کال کې۳۶۰ زره افغانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او تر ۲۶۰۰ تنو ډیرو انسانانو د جګړو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا ځکه چې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت تر بشپړیدو وروسته طالبان یو وار بیا پیاوړي شوي دي او ویل کیږي چې اوس مهال د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندی لري.

د جګړو پر زیاتوالي سربیره هم، په ایران او پاکستان کې د شرایطو د سختیدو له کبله په سلګونو زره افغانان چې له لسیزو راهیسې په دې هیوادونو کې ژوند کوي، افغانستان ستنیدو ته اړیږي. د ملګرو ملتونو سازمان په حواله په ۱۹۷۹م کال کې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو له خوا د افغانستان تر اشغال وروسته تر شپږو میلیونو ډیر افغانان دغو دواړو هیوادونو ته مهاجر شوي.

د ناروی د مهاجرت کمیټې یا(NRC)  د چهارشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړ چې په کې ویل شوي دي: «بیرته ستانه شوي مهاجر په افغانستان کې د جګړې او بی وزلې سره مخامخ دي.»

د دغې کمیټې مشر یان ایګلند، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «دوی بی له ځنډه د جګړې په دام کې لویږي او دویم ځلي تیښتې ته مجبوریږي.»

په دي رپوټ کې چې له ۲۵۰۰ کورنیو سره د مرکو او څیړنو پر بنسټ جوړ شوی دی راغلي دي چې دری پر څلورمه برخه د هغو مهاجرو چې افغانستان ته ستنیږي په دې هیواد کې د روان کړکیچ له امله ژوند کول ناممکنه بولي. ۷۵ سلنه خلکو ویلي دي چې دوی یو وار بیا مهاجرت ته اړ شوي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې ډیري دغه بی ځایه شوي یا خو په کمپونو کې له خپلو خپلوانو سره ژوند کوي او یا هم کار او خوراکي توکو ته محدود لاسرسی لري. ایګلند په دې مرکه کې ویلي دي چې په مخ پر ډیریدونکي تاوتریخوالي اړو انسانانو ته د مرستندویانو لاسرسی ستونزمن کړی دی.

هغه زیاته کړې ده: «افغانستان نا امنه دی [...] افغانستان د بل هر وخت په پرتله نا امنه شوی دی. دا داسې یو وخت نه دی چې یو څوک دې هلته بیرته واستول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان په حواله په ۲۰۱۵ م کال کې تر نیم میلیونه ډیر افغانان پرته له کوم مخکیني تنظیم شوي پلانه او یا هم په اجباري ډول افغانستان ته استول شوي دي. ډیري دغه مهاجر له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته رسیدلي دي.