1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له مهاجرو سره د کورنیو د یوځای والي ملاتړ

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

د کاریتاس په نامه د یوې آلماني خیریه سازمان مشر، له مهاجرو سره د دوی د کورنیو د یوځای کیدو په هکله د آلمان د قوانینو پر محدودیتونو نیوکه وکړه. د هغه په وینا، د مهاجرو په هکله بحثونه باید په پراخ لرلید سره پرمخ یوړل شي.

https://p.dw.com/p/2d58q
Deutschland Flüchtlingspolitik Familien-Nachzug syrische Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د آلمان د مسیحي خیریه سازمان کاریتاس مشر، یتر نیهر د آلمان په اوګسبوګر ښار کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې له [کورنیو سره] ګډ راتلونکی د یو مهاجر د بریالي ادغام یوه اساسي برخه ده. د کاتولیکي کلیسا دې لوړپوړي چارواکي په دې ترتیب سره د آلمان د بایرن ایالت په اوګسبورګ کې له مهاجرو سره د دوی د کورنیو د یوځای والي د موضوع ننګه وکړه.

نیهر ټینګار کوي چې کاتولیکي کلیساګانې باید په ځانګړې توګه د مهاجرو د کورنیو د یوځای والي په هکله، اړوند چارواکي په کلکه مخاطب کړي. پر دې سربیره، هغه د مهاجرت او پناه غوښتنې په هکله په «ډیري ریښتینولۍ» سره د بحثونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي په دې هکله وویل: «ادغام د رخصتیو د ورځو تفریح نه ده.» د هغه په وینا سیاست، رسنۍ او مدني ټولنې باید دا واضح کړي چې د ادغام له پاره اسانه لار نه شته. نیهر یادونه کوي چې د مهاجرو د راتلونکي په هکله بحثونه باید له یوه «پراخ لیدلوري» سره ترسره شي.

د کاریتاس سازمان مشر، همدا راز څرګنده کړه چې له مهاجرو سره د مسیحیانو مرستې ریښتیني دي او په دې هکله د کلیسا ګانو او کاریتاس استازې یوازي خبري نه کوي، بلکي په دې هکله عملي کار هم کوي. د هغه په وینا د مهاجرو له پاره د مشورې ورکولو د مرکزونو، ټولنیزو خدمتونو او همدا راز دوی ته د رواني ستونزو د مرکزونو شتون، کیدای شي د دې ادعا د ثبوت له پاره ښې موضوع ګانې وي.

اولریکه کوستکا، د آلمان د کاریتاس د خیریه سازمان مدیر بیا وايي چې مهاجرین له دینداره او ایمان لرونکو کسانو سره اړیکو ته ډیر درناوی کوي. د هغه په وینا، د کلیساګانو د استازو په توګه یوازې بايد د کاتولیکانو پر استازو باندي تمرکز و نه شي. کوستکا زیاتوي: «د مسیحیانو په توګه زموږ ماموریت له دې هم ډیر پراخ دی او موږ په ټولو مواردو او برخو کې مسوولیت لرو.»

(dpa,kna/ KH)

زموږ له ارشيف څخه: