1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د توغندیو د ازموینې په هکله د څیړنو غوښتنه

۱۳۹۴ مهر ۳۰, پنجشنبه

امریکا متحدو ایالاتو، بریتانیې، فرانسې او آلمان د ملگرو ملتونو له امنیت شوری څخه غوښتي دي چې د تهران له لوري د توغندیو د آزموینې په هکله څیړنه وکړې. هغوی ادعا کوي چې دغه ازموینه د ملگرو ملتونو له پریکړه څخه سرغړونه ده.

https://p.dw.com/p/1GsPu
انځور: Getty Images/A. Burton

د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ څلورو هیوادونو د چهارشنبې په ورځ د امنیت په شورا کې دغه موضوع راپورته کړې ده. متحدو ایالاتو، آلمان، فرانسې او بریتانیې د اکتوبر په لسمه نیټه د ایران له لوري د توغندیو د آزموینې وروسته له امنیت شورا څخه د مداخلې غوښتنه کړې ده.

هغه یو لیک چې د نوموړو څلورو هیوادونو له لوري د ملگرو ملتونو اړوندې کمېټې ته سپارل شوی او د رویټرز خبري آژانس تر لاسه کړی دی پکښې راغلي دي چې د منځني واټن ویشتونکي دغه توغندي د اتومي سرگلولو د انتقالولو وړتیا لري. په لیک کې زیاته شوې ده چې دغه کمېټه باید نوموړې پیښه وڅیړي او په اړه یې «مناسب اقدامات» تر سره کړي.

د امنیت شورا د توغندیو پر ازموینه بندیز لگولی

د ملگرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۱۰م کال کې د ۱۹۲۹ پریکړه لیک له مخې د ایران اسلامي جمهوریت له دغه ډول ازموینې څخه منع کوي. د ایران له لورې د دغې ازموینې د ترسره کیدو لږ څه وروسته د امنیت شورا د دغه پریکړه لیک په پام کې نیولو سره متحدو ایالاتو او فرانسې د تهران د چلن په هکله احتجاج وکړ. په ملگرو ملتونو کې د متحدو ایالاتو سفیري سمنتا پاور، په نیویارک کې دا خبره په ډاگه کړې چې دغه توغندي اتومي سرگلولې هم انتقالولی شي.

خو ایران وایي چې دوی دغه توغندي داسې نه دي جوړ کړي چې اتومي سرگلولي دې انتقال کړي او په وینا یې نه هم د ملگرو ملتونو له پریکړه لیک سره په ټکر کې دي. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي څرگنده کړې ده چې د ملگرو ملتونو په پریکړه لیک کې راغلي دي چې ایران له خپل هیواد څخه د دفاع او په ځانگړې توگه د تروریزم پر ضد د مبازې له پاره د پوځ د پیاوړي کولو له پاره اړین اقدامات تر سره کولای شي.

د اسرائیل په هکله انديښنې

په تیرو وختونو کې لویدیځ له دې څخه انديښنه درلوده چې ایران د شهاب ۳، په نوم د توغندیو په واسطه پر اسرائیل حمله کولای شي. دغه توغندي ۲۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي. خو د جولای په میاشتې کې له ایران سره د اتومي پروگرام په هکله د یوه تړون د رامنځ ته کیدو وروسته دغه انديښنې کمې شوې وې.

له تهران سره متحدو ایالات، روسیه، فرانسه، بریتانیه، چین او آلمان په دې موخه توافق ته رسیدلي وو چې ایران اتومي وسلې جوړې نه کړای شي. د هغې په بدل کې باید پر ایران باندې لگول شوي بندیزونه نرم کړی شي. په وروستیو کې د متحدو ایالاتو د حکومت ویاند جوش ایرنیست، ویلي دي چې له تړون څخه په جلا ډول باید د دغې ازموینې په هکله غور وشي.