1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

له «متیو» توپان څخه په میلیونونو کسان په تیښته دي

۱۳۹۵ مهر ۱۶, جمعه

د امریکامتحدو ایالاتو په سویلي ساحل کې په سونو زره کسان له «متیو» توپان څخه په تېښته دي. په هایتي کې دغه توپان ډیري ویجاړۍ رامنځ ته کړي او تر ۲۸۰ زیات کسان یې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2Qzbm
USA Hurricane Matthew in Florida
انځور: picture-alliance/dpa/ZUMAPRESS

د هایتي د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د توپان له کبله ۲۸۳ کسان وژل شوي او په زرونو نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د رپوټونو له مخې داسې اټکل کیږي چې لږ تر لږه ۵۰ کسان د دغه هیواد په سویل کې د توپان ځپلې یوې سیمې دي. چارواکو خبرداری ورکړی دی چې ښایي د توپان له کبله د وژل شوو کسانو شمیر لا پسې لوړ شي. همداشان په کرابيک کې د اوو کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.

د چارواکو په وینا په هایتي کې ډېر کسان د ونو د چپه کېدو او د سیندونو په اوبو کې د ډوبېدو له کبله وژل شوي دي. ژغورنکې ډلې لا هم د رامنځ ته شوي زیان د معلومولو او لیرې پرتو سیمو ته د رسیدو په هڅه کې دي، ځکه لاري او سړکونه ویجاړ شوي دي.

د لویس پاول رفایل، په نوم د مرکزي حکومت یوه استازي ویلي دی چې تر دې دمخه یې داسې څه نه ول لیدلي.

ستر زیان

د دوریس وسمایر، په نوم یوه آلماني سیلاني د هایتي په پلازمېنه پورتوپرنس کې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې توپان د کورونو چتونه نړولي، د بریښنا پای یې راچپه کړي او ډیری خلک د یوې سرپنا په لټه کې دي. هغه ویلي دي: «موږ نه پوهیږو چې په سویل کې وضعیت څه ډول دی. ارتباط قطع شوی دی او یو مهم پل هم نړېدلی دی. له سیمې سره په بشپړ توگه اړیکه پرې شوې ده.»

په دغه هیواد کې د یکشنبې په ورځ تر سره کیدونکي ولسمشریزي ټاکنې اوس ځنډول شوي دي.

له هایتي وروسته دغه توپان د کیوبا ځینې برخې اغیزمنې کړې او د متحدو ایالاتو ساحل ته تر رسیدو دمخه یې د باهاما په ټاپوگانو کې هم زیان اړولی دی.

په فلوریدا کې شا او خوا درې میلیونه کسانو ته د خپلو کورونو د پریښودو امر شوی دی. د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په فلوریدا کې بېړنی حالت اعلان کړی دی او هوا پیژوندونکو ویلي دي چې ښایي په یوه ساعت کې د ۲۲۰ کیلومترو په سرعت سره دغه توپان د متحدو ایالاتو له سویل ختیځ ساحل سره ولگیږي.

داسې اټکل کیږي چې وروسته به بیا د دغه توپان سرعت راکم شي. خو پر دې سربیره هم داسې وړاندوینه کیږي چې دغه توپان ودانیو او زیر بناو ته په میلیاردونو ډالرو تاوان اړولی شي.

د فلوریدا گورنر ریچ سکوټ، هغو خلکو ته چې د خپلو کورونو د پریښودولو په اړه په شک او تردید کې وو خبرداری ورکړی دی چې «دغه توپان به تاسې ووژني.» ریچ سکوټ دغو خلکو ته ویلي دي چې اوس له سیمې څخه د وتلو وخت دی.

د فلوریدا، جورجیا او همداشان له شمالي او سویلي کارولینا څخه خلک په خپلو موټرو کې سپریږي او پر لويو لارو نورو ځایونو ته پناه وړي. خبري آژانسونو رپوټ ورکړی دی چې په ټوله کې ۱۲ میلیونه امریکايان، د توپان له خبرداري څخه اغیزمن شوي دي.

نور مطالب