1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د سولي د بهیر له پاره په قطر کې دفتر شرط دئ"

۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي چې افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره موافق دﺉ او تر هغه وخته پوري چې دغه دفتر نه وي پرانیستل شوی له طالبانو سره به د سولي خبري اتري و نه کړي.

https://p.dw.com/p/14WRI
انځور: Oliver Lang/dapd

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا، له دویچه ویله پښتو ويب پاڼي سره په مرکه کې وویل چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي د بهیر د پیلیدو له پاره باید طالبان یو مشخص ادرس ولري.

د هغه په خبره تر هغه وروسته چې د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر برهان الدین رباني، ووژل شو د افغان دولت د سولي پالیسي بدلون وموند او اوس له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو د تر سره کولو له پاره لومړنی شرط دا دﺉ چې هغوی یو مشخص ادرس ولري:

«اوس لازمه ده چې طالبان یو مشخص ادرس ولري. په قطر کې د طالبانو له پاره د یوه دفتر پرانیستل د افغانستان د سولي د بهیر له پاره لاره هواروي. له طالبانو سره به د دغه دفتر تر پرانیستلو وروسته خبري اتري وشي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه وياند وویل چې په قطر کې د طالبانو دفتر به په نزدې راتلونکې کې پرانیستل شي. د هغه په خبره اوس د دغه دفتر د پرانیستلو د میکانیزم په اړه خبري کیږي.

په پلان کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر قطر ته سفر وکړي. د افغانستان او قطر اړیکو هغه وخت یو نوی رنګ خپل کړ چې طالبانو اعلان وکړ چې غواړي په قطر کې له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو د تر سره کولو په موخه یو سیاسي دفتر پرانیزي.

که څه هم افغان حکومت په لومړي سر کې دغه خبر یو څه حیران کړ خو وروسته ئې بیا په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو ملاتړ وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا، وایي چې قطر ته د زلمي رسول سفر دوې عمده موخي لري. د هغه په خبره لومړی دا چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به په قطر کې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان او قطر د اړیکو د ټينګولو او پراخولو پر سر خبري اتري وکړي.

د ښاغلي تمنا په خبره د زلمي رسول د سفر دوهمه موخه په قطر کې د طالبانو له پاره دفتر د پرانیستلو پر موضوع ددغه  هیواد له چارواکو سره خبري اتري دي. هغه وویل چې زلمی رسول به د افغانستان د سولي د بهیر له پاره د میکانیزم پر ټاکلو او په دغه بهیر کې د قطر هیواد د ونډي پر سر خبري اتري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل ویلي دي چې په قطر کې به یوازې له امریکایانو سره مذاکرې وکړي او تل ئې د افغان حکومت د سولې غږ رد کړی دئ.

مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم