1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره د تبادلې په اړه بخښنه نه غواړو

عبدالباري حکيم/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۱۶, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو کانگرس د يو شمير استازو تر سختو نيوکو وروسته، ولسمشر بارک اوباما د خپل هغه تصميم په کلکه دفاع وکړه چي په نتيجه کي يې د یوه امريکايي عسکر، په بدل کي پنځه تنه طالبان له گوانتانامو زندان څخه آزاد شول.

https://p.dw.com/p/1CDaI
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو پوځ د جنگي بنديانو يوازنۍ تبادله د سپيني ماڼۍ له پاره په يو سر خوږ بدله شوې ده. د امريکا حکومت پرته له دي چي کانگرس ته د تبادلې ترمخه معلومات ورکړي د تيري شنبې په ورځ امريکايي عسکر، بوو برگدال تر کابو پنځو کلونو بند وروسته د طالبانو له منگلو څخه آزاد کړ.

د امريکا کانگرس ځينو استازو چي په سر کي يې جمهوري غوښتونکی، جان ميکن ولاړ دی، د اوباما ادارې دغه معامله چي د يوه امريکايي عسکر په بدل کي له گوانتانو زندان څخه د طالبانو پنځه لوړ پوړي چارواکي خوشي کړل، د امريکا ولس له پاره د «نه منلو وړ» گڼلې ده.

خو ولسمشر اوباما چي په بروکسل کي د اوو صنعتي هيوادونو يا G7 په غونډه کي گډون درلود، له خپل تصميم څخه دفاع وکړه او له دې څخه يې ډډه وکړه چي په دې برخه کي له چا څخه «بخښنه» وغواړي.

د دغي معاملي انتقاد کوونکي نه يوازي جمهوري غوښتونکي، بلکي د ديموکرات گوند ځيني غړي هم دي. هغوی د امريکايي عسکر په بدل کي له گوانتانامو څخه د طالبانو آزادول حتي قانونيت هم تر پوښتني لاندي رواستی دی.

خو کله چي د G7 سرمشريزي په څنډه کي له اوباما څخه په دې هکله پوښتنه وشوه چي ايا د دغي معاملې په خاطر دی بايد بخښنه وغواړي په ځواب کي وويل: «موږ يو بنسټيز اصل لرو، موږ هيڅ يونيفورم لرونکی امريکايي شاته نه پريږدو.»

اوباما يادونه وکړه چي هغه په دې وجه دغه تصميم ونيو چي د برگدال، روغتيايي وضعيت ښه نه وو او وار په وار نور هم خراپيدی: «موږ ته يوه موقع مساعده شوه او له هغه څخه مو استفاده وکړه. او زه د دې تصميم له پاره هيڅ بخښنه نه غواړم.»

له دغي بخښني څخه هغو نيوکو ته اشاره وه، چي د امریکا په کانگرس کي عنوان شوي دي او آزاد شوی امريکايي سرتيری او د هغه کورنۍ يي د سياسي بريدونو هدف گرځولي دي.

اوباما وويل: «کوم شخړه يز بحثونه چي په واشنگټن کي رامنځ ته شوي دي، زما له پاره د حيرانتيا وړ نه دي.» هغه وويل: «دا يو غير عادي وضعيت نه دی.»

«دا کوم سياسي فوټبال نه دی»

د متحده ايالاتو ولسمشر دغه راز له خپل دې تصميم څخه هم دفاع وکړه چي د برگدال د آزادېدو په خاطر يې د هغه مور او پلار د سپيني ماڼۍ د گلابو په بڼ کي خپل حضور ته ومنل او د هغوی تر څنگ ودريد: «دا کوم سياسي فوټبال نه دی. تاسي ډيري ميندي او پلرونه پېژنۍ چي د هغو اولادونه د نړۍ په ډيرو ليرو پرتو سيمو کي جنگيږي او پنځه کاله هم يو له بل سره نه ويني.»

اوباما د خپلو خبرو په دوام په ټينگار سره وويل: «زه مطلقاً د دې تصميم په خاطر بخښنه نه غواړم چي يو ځوان سړی مو بيرته خپل مور او پلار ته ستون کړ او د امريکا خلک پوهيږي چي دا د يو چا اولاد دی.»

د ولسشمر ځينو انتقاد کونکو خبرداری ورکړی دی چي اوباما له تروريستانو سره په خبرو اترو سره کانگرس په توره تياره کي ساتلی دی او يا د دې له پاره چي په نورو افتضاحو پرده واچوي د يو پوځي برياليتوب له پاره بندوبست کړی دی.

د سنا مجلس د استخباراتي کمېټې مشري، ديانه فاين شتاين، چي د اوباما د خپل ديموکرات گوند غړې ده، حتي ولسمشر د قانون په ماتولو تورن کړی دی.

هغې ويلي دي چي اوباما قانوني مکلفيت لري چي دمخه تر دې چي له گوانتانامو څخه بنديان انتقال کړي ۳۰ ورځي دمخه بايد د کانگرس استازو ته خبر ورکړي.