1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له شمالي وزيرستانه ۱۵۰۰۰۰ کسان بې ځايه سوي دي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ خرداد ۳۰, جمعه

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ هم په سرحدي سیمو کې د یاغیانو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ چې په پایله کې یې ۲۰ شکمن یاغیان ووژل شول. دا په داسې حال کې ده چې د جگړې له سیمې څخه د تیښتیدونکو کسانو شمیر ۱۵۰۰۰۰ لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/1CMxE
انځور: AFP/Getty Images

تر هغه وروسته چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د یاغیانو پر ضد عملیات پیل کړل، تر ۱۰۰۰۰۰زيات سیمه ییز اوسیدونکي اوس له دې سیمې څخه د تیښتې په حال کې دي. چارواکو د چهارشنبې ورځ د لیدو په صورت کې اوربند کړی وو، څو سیمه ییز اوسیدونکي وکولای شي د جگړې له سیمې څخه ووځي.

امنیتي چارواکو ویلي دي چې پوځي څرخي الوتکو د شمالي وزیرستان د میران شاه په کتاب خیل سیمه کې د یاغیانو پټنځایونه په نخښه کړي دي چې په پایله کې یې ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ په دې سیمه کې د پوځي عملیاتو له پیلیدو راهیسې شاوخوا ۲۵۰ تنه یاغیان وژل شوي دي. پوځي چارواکو د دغو شمیرو له تائیدولو سره ویلي دي چې د وژل شویو کسانو د هویت تثبیتول ښايي یو ناممکن کار وي.

دغه برید تر هغه وروسته پیل شو چې یاغیانو د کراچۍ پر هوایي ډگر باندي یو خونړی يرغل وکړ، چې په پیله کې یې د پاکستان د حکومت او یاغیانو تر منځ د خبرو اترو بهیر پای ته ورسید.

واشنگټن تل تر دې دمخه پر پاکستان باندي غږ کړی وو چې په دې سیمه کې د یاغیانو پر ضد عملیات پيل کړي، خو پاکستان تل دغه وړاندیز رداوه او ویل یې چې پوځ یې په نورو سیمو کې په عملیاتو بوخت دی.

شمالي وزیرستان له ډیر وخت راهیسې د پاکستاني او افغان طالبانو یو پټنځای گرځېدلی دی. د پاکستان حکومت پر پاکستاني طالبانو باندي یو شمیر بمې بریدونو کړي دي چې په پایله کې ډیر ملکي وگړي هم وژل شوي دي.

په دې سیمه کې د جگړې د پیلیدو له کبله ډیر کسان پیښور، بنو، کوهات او افغانستان ته گډوال شوي دي. د قبایلي سیمو د طبعي افاتو د ادرې مشر ارشاد خان، ویلي دي: «شاوخوا ۱۵۷۰۰۰ کسان له شمالي وزیرستان څخه بنو ته رسیدلي دي.»

په بنو کې د بې ځایه شویو کسانو د نوم لیکني او هغوی ته د کمپونو جوړولو چاري رواني دي. خو ډیر شمیر کسان غوره گڼي چې له خپلو خپلوانو سره پاتې شي.

د جمعې په ورځ سهار هم د ښځو او ماشومانو په گډون په زرونو کسان لیدل شوي دي چې پر پښو د بنو پر لور روان ول. ډیر ماشومان او ښځي چې په پښو د ډیر مزل له کبله ستړي شوي ول هم د سړک پر غاړې د دمه کولو په حال کې لیدل شوي دي.

داسې ښکاري چې پاکستاني طالبان اوس د پوځ پر وړاندي ډیر مقاومت نه کوي، خو اټکل کیږي چې په سیمه کې د پیاده جگړي تر پیلیدو وروسته ښايي دغه وضعیت بدلون ومومي. په همدې حال کې د پاکستان په تورغر سیمه کې د سړک د غاړې یوه ماین، یو تن پولیس وژلی او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.