له رياض سره ستراتيژيکي اړیکي په گټه دي
۱۳۹۰ بهمن ۱۶, یکشنبهپه همدې موخه د سعودي کابينې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې ده چي د دغه ستراتيژيک سند پر سر کار پيل کړي.
که چيري د کابل او رياض تر منځ دا سند لاسليک شي، نو سعودي به لومړی اسلامي هيواد وي چي افغانستان ورسره د ستراتيژيکي ملګرتيا سند لاسليکوي.
د سياسي چارو کارپوهان هم له رياض سره د دغسي احتمالي سند لاسليکېدل د افغانستان په ګټه بولي.
هغوی وايي چي په دې کار سره به له يوې خوا د اسلامي هيوادونو په ډله کي د افغانستان موقف غښتلی شي او له بل اړخه به د افغانستان کورني ثبات ته هم ګټه ورسوي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد نصر الله ستانکزی وايي چي که چيري کابل او رياض د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړي په دې کار سره به په افغانستان کي د هغو ملکونو لاس وهنه هم بنده شي چي دمګړی ئې کوي.
ستانکزی وايي د کابل او رياض تر منځ نژدې همکارۍ کولای شي هغه زور پالي چي په يوه ډول نه په يوه ډل د سعودي تر اغيز لاندي دي د کابل د حکومت په وړاندي له وسله وال مخالفت څخه هم را وګرځوي:
«يو شمېر وسله وال چي له سعودي عربستان سره اړيکي لري د ستراتيژيک سند په لاسليکولو سره به حکومت وتوانيږي چي د سعودي له اغيز څخه په ګټه اخيستلو سره هغوی د سولي له بهير سره يو ځاي کړي».
د ښاغلي ستانکزي په خبره چي سعودي عربستان د مقتدرو اقتصادي هيوادونو له ډلي څخه دئ او کولای شي چي د افغانستان د اقتصادي بنسټونو په تقويه کي رغنده رول ولوبوي.
خو د سياسي چارو مبصر فضل الرحمان اوريا بيا وايي چي کابل غواړي د سعودي عربستان له اغيز څخه له پاکستان سره د خپلو اړيکو د ښه کولو له پاره ګټه واخلي.
نوموړی په اسلامي ټولنه کي د سعودي ونډه او موقف ډير لوړ بولي:
«د کرزي هيله دا ده چي سعودي د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړيکو د ښه کولو په برخه کي منځګړيتوب وکړي، او سعودي بايد پر پاکستان فشار راولي چي د کابل له حکومت سره د خبرو له پاره حاضر شي او سعودي عربستان دغه شرايط برابرولای شي».
د کابل او رياض تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د لاسليکولو په باب په داسي حال کي رپوټونه خپريږي چي افغانستان په تيرو څو مياشتو کي د اروپا له يو شمير مقتدرو هيوادونو لکه، فرانسې، ايټاليا او انګلستان سره هم ورته سندونه لاسليک کړي دي.
د حالاتو کتونکي په اوسني وخت کي د نړۍ له پياوړو هيوادونو سره د سندونو لاسليکول د افغانستان د ثبات له پاره ګټور بولي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل