له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
اسرئیلو د م.م. د حقوقي کمیسیون مشري پر غاړه واخیسته
د ملګرو ملتونو له جوړښت راهیسې اسرائیل په لومړي وار د دغه سازمان د عمومي اسامبلې د یوه کمیسیون مشرتوب پرغاړه اخیستی دی. په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر دیني دینن د عربي او اسلامي هیوادونو پر اعتراض سربیره هم د حقوقي کمیسیون مشر وټاکل شو. په ملګرو ملتونو د فلسطنیانو سفیر ریاض منصور وویل چې د دغه کمیسیون مشري باید یوه «معقول تن ته او نه د نړیوالو حقونو څخه سرغړونکي ته ورکړل شوې وای.»
په فرانسه کې د پولیس تر وژنې وروسته دوه تنه نیول شوي
د یوه فرانسوي پولیس او د هغه د ښځې تر وژل کیدو وروسته پولیسو د پلټنو په ترڅ کې دوه تنه نیولي دي. د پولیسو له خوا ویل شوي چې دغه کسان له برید کوونکي لعروسي عبدالله سره په تماس کې ول. دغه ۲۵ کلن فرانسيان چې مخکې هم مجازات شوی وو، د دوشنبې په شپه پاریس ته په څيرمه سیمه کې یو پولیس او د هغه د ژوند ملګرې ووژل. د ځانګرو پولیسو له خوا په ډزو د وژل کیدو ترمخه هغه له داعش سره خپل تړاو څرګند کړې وو.
متين هم د همجنسبازانو په دې کلب میلمه لیدل شوی وو
د عیني شاهدانو په حواله د اورلندو برید کوونکی د «پلس» په نامه د همجنسبازانو دې کلب ته خپله هم د مېلمه په توګه ورغلې وو او د خپل لاسي ټلیفون د یوه اپلیکشن له لاري يې د نورو سړیو سره د تماس نیولو هڅه کړې وه. رسنیو د کلب د هغو مېلمنو په حواله رپوټ ورکړی چې عمر متین یې دغلته تل لیده. کلب ته نورو ورتلونکو بیا ادعا کړې چې عمر متین ورسره د همجنسبازانو د اپلیکشن له لارې اړیکه لرلې ده.
د ابو سیاف ډلې ترهګرو یو بل کاناډايي وژلی
د فلیپين په جنوب کې د ابو سیاف ترهګرو ملیشو یو بل برمته شوی کاناډايي وژلی دی. دا خبر د فلیپين او کاناډا دواړو هیوادونو حکومتونو تائید کړی. لا په اپریل میاشت کې دغه ترهګرو یو کاناډايي وژلی وو. دغه دواړه سړي او همدا راز یوه فلپينې ښځه او یو نارویژی د تیر کال په سبتمبر میاشت کې د دغه ډلې له خوا تښتول شوي ول. د ټولو برمته شویو په بدل کې دغه ډلې د ملیونو ډالرو غوښتنه کوله.
په ترکیه کې د اروپايي ټولنې په خټه آلمانی سفیر ګوښه شوی
په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې او ترکیې د حکومت ترمنځ ترنګتیاوې زیاتې شوي، په ترکیه کې د اروپايي ټولنې سفیر هنسیورګ هابر له خپل دندې استعفا کړې ده. په انقره کې د اروپايي ټولنې د هيئت یوې ویاندي وویل چې هابر به د اګست میاشتې پر لومړۍ نیټه تر وخت د مخه خپله څوکۍ پریږدي. د انادولو خبري آژانس په حواله ښايي هغه څرګندوني د نوموړي د ګوښه کیدو سبب شوي وي چې د ترکیې سره د مذاکراتو په اړه یې کړي وې.