له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
شمالي کوريا: د نوو بنديزونو وړانديز د خندا وړ دی
امريکا متحد ايالات پر دې غور کوي چي د شمالي کوريا تر اټومي ازمويني وروسته له نړيوالو سره د همږغو اقداماتو تر څنګ پر خپل سر هم د مجازاتو په اقداماتو لاس پوري کړي. د امريکا له خوا شمالي کوريا ته ځانګړي استازي سونګ کيم، ويلي دي چي په دې ترڅ کي پر يو شمېر اقداتو غور کول ادامه لري. تر دې مخه امريکا د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي د شمالي کوريا پر ضد د نوو بنديزونو لګولو غوښتنه کړې وه.
د سپتمبر۱۱مي يادون
په امريکا متحدو ايالاتو کي د سپتامبر۱۱مې د بريدونو ۱۵مه ياد ورځ لمانځل کيږي. په دې ترڅ کي ډېري غونډي او ملاقات پلان سوي دي. ولسمشر باراک اوباما غواړي چي په واشنګټن کي يوه وينا وکړي او په همدې توګه د نيويارک په ګراونډ زيرو کي هم يوه يادغونډه جوړيږي. په دغه غونډه کي به د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر د يولسمي د ترهګرو بريدونو د قربانيانو نومونه په لوړ آواز ولوستل سي.
ترکيې ۲۸ سيمي تر جبري نظارت لاندي راوستلي دي
ترکيې د دغه هيواد په سويل ختيځ کي ۲۸ اکثريت کورد مېشته سيمي تر جبري نظارت لاندي راوستلي دي. دا له هغه وروسته چي د کورد پلوه ګوند HDP پر استازو د ترهګرۍ تورونه ولګول سول. په دې توګه نو په دغو ۲۸ سيمو کي ياد ګوند بې واکه کړل سوی دی. په انقره کي د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي په دغو سيمو کي يې نظارت کوونکي کسان په کار ګومارلي دي.
په ميکسيکو کي د همجنسانو د ودونو پر ضد احتجاجونه
په ميکسيکو کي په لسونو زره انسانان د همجنسبازانو د ودونو پر ضد کوڅو ته راوتلي دي. دغه احتجاجونه د حکومت د هغه پلان پر ضد کيږي چي په دغه هيواد کي د همجنسبازانو د واده د قانوني کولو پر امکاناتو غور کوي. د دغه پلان پر ضد عيسوي اُسقفانو د احتجاجونو ږغ کړی وو.
ترکيې په سوريه کي پر داعش هوايي بريدونه کړي
د ترکيې هوايي ځواک په سوريه کي د داعش مورچلونه په نخښه کړي دي. د سي اېن اېن ترک تلويزيون د راپور له مخي دغه هوايي بريدونه پر تل الحوا سيمه سوي دي. زياته سوې ده چي پکښې لږ تر لږه د داعش ۲۰ جنګيالي وژل سوي دي. په داسي حال کي چي د دوشنبې په ورځ په سوريه کي اوربند پېلېدونکی دی، رجب طيب اردوغان ويلي دي چي د ترکيې وظيفه په سوريه کي د داعش داسي ماتول دي چي په ترکيه کي بريدنه تر سره نه کړای سي.