له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په ترکيه کي د نيول سوو کسانو شمېر له ۱۰ زرو جګ سوی
په ترکيه کي د هغو کسانو شمېر لسو زرو ته جګ سوی دی، چي په دغه هيواد کي د ناکامه کودتا وروسته د حکومت له خوا نيول سوي دي. دا خبره د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ترکيې دولتي خبري آژانس انادولو ته کړې ده. د حکومتي ګوند AKP وياند ياسين اکتای ويلي چي په ټوليزه توګه ۱۰۴۱۰ کسان نيول سوي دي. د هغه په وينا په دغو کي تقريبا ۷۵۰۰ دي.
OSCE سازمان و ترکيې ته لاسرسی غواړي
په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان OSCE وړانديز کړی چي د کودتا په تړاو په حقوقي پروسو کي د ترکيې د نظارت کولو امکان ورکول سي. د ډيموکراټيکو ادارو او بشري حقونو له پاره د ياد سازمان د څانګي رئيس ميشايل ګيورګ لينک ويلي دي چي و يادو محاکمو ته د ياد سازمان د څارونکو لاس رسی به يوه اعتماد او اعتبار رامنځ ته کوونکی قدم وي.
د تبر د بريد يو قرباني د ژوند او مرګ مبارزه کوي
د آلمان په وورڅبورګ کي د یو ۱۷ کلن مهاجر له خوا د تبر او چاقو په بريد کي د ژوبل سوو پنځه کسانو څخه يو يې لا تر اوسه د سختو زخمونو له کبله د مرګ د ګواښ سره مخامخ دی. د وورڅبورګ اړونده روغتون ويلي دي چي دغه جدي ژوبل سوی چينايي تبع لا تر اوسه په مصنوعي کوما کي ساتل کيږي. ويل سوي چي د نورو ژوبل سوو کسانو په روغتیايي وضعه کي بهتري راغلې ده.
په آلمان کي له ترهګرو بريدونو ويره زیاته سوې
د فرانسې په نيس او د آلمان په وورڅبورګ کي وروستي ترهګر بريدونه د دې لامل سوي چي په آلمان کي د خلکو تر منځ له ترهګرو بريدونو بيره زياته سي. د آلماني تلويزيون ZDF د يوې نظر پوښتني د پايلو له مخي د پښتو سوو څخه تقريبا ۷۷ سلنه کسان دا بيره لري چي په راتلونکي وخت کي به په آلمان کي نوي بريدونه تر سره سي. دا په داسي حال کي چي د دغو کسانو شمېر دوې اونۍ تر مخه ۶۹ سلنه ؤ.
ناروې د ۲۰۱۱ کال د بريدونو پنځمه ياد ورځ ولمانځله
د ناروې هيواد په زياتو سيمو کي د ۲۰۱۱ کال د اوسلو ښار او اوتويا جزيرې د بريدونو ياد ورځ ولمانځل سوه. د ناروې په پلازمېنه اوسلو کي ځوانانو د هغو ۷۷ انسانانو نومان د يوې ياد غونډي په ترڅ کي ولوستل چي د اېنډرس برايفيګ له خوا په اوسلو کي په بمي بريد او په اوتويا استراحت ځي کي په ډزو قتل کړل سوي ول.