له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
اسرائیلو د ۶ میليونو وژل شوو یهودانو یادون وکړ
اسرائیلو د هغو شپږو میلیونو یهودانو یادون وکړ چې د هولوکاست په ترڅ کې وژل شوي دي. د رپوټونو له مخې د اسرائيلو کابو ټولو وگړو د نازي آلمان په لاس د یهودانو د ډله ایزي وژني د قربانیانو په یاد د دوو دقیقو له پاره خپل مشغولیتونه پریښول او د هغوی په یاد یې چوپتیا غوره کړه. په ټول هیواد کي زنگونه ووهل شول.
داود اوغلو د گوند له مشرۍ څخه استعفا ورکړه
د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو د دغه هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر وړاندې د واک پر سره مبارزه بایلوده. اوغلو د واکمن محافظه پاله عدالت او پرمختگ گوند له مشرۍ څخه د استعفا اعلان کړی او په دې سره د حکومت د مشرۍ د بدلون له پاره یې لاره هواره کړه. اوغلو په پلازمېنه انقره کې ویلي دي چې دی به د می میاشتې په ۲۲ نېټه د گوندي کنگرې په فوق العاده غونډه کې یو ځل بیا ځان د گوند مشرۍ ته کاندید نه کړي.
په حلب کې اوربند ټینگ شوی
د سوریې په حلب ښار کې نوی اوربند داسې بریښي چې مراعاتیږي. لکه څرنگه چې لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان، د فرانس پرس خبري آژانس یوه خبریال او یو ځایي تلویزون په گډه رپوټ ورکړی دی چې په رسمي توگه د دوه ورځني اوربند د پیلیدو راهیسې هوایي بمباري نه ده شوې. زیاته شوې ده چې ډیری اوسیدونکي له خپلو کورونو راوتلي تر څو ځانته خوراکي مواد راونیسي.
«۱۶۷ زره انسانان په نړیوالو کړکیچونو کې وژل شوي»
د یوې څیړنې له مخې په تیر کال کې د وسله والو کړکیچونو په ترڅ کې په نړیواله کچه ۱۶۷۰۰۰ انسانان وژل شوي دي. لندن مېشته د ستراتیژیکو څیړنو نړیوال مرکز په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې د دغو کسانو ۸۰ سلنه د لویو کړکیچونو په ترڅ کې وژل شوي دي. دغه څه د سوریې، منځنۍ امریکا، مکسیکو، افغانستان او د نایجیریا او عراق کړکیچونه یاد شوي دي. د رپوټ له مخې یوازې په سوریه کې ۵۵۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.
یونان په روان کال کې ۶۴۲۷ مهاجر بیرته استولي دي
یونان د روان میلادي کال د پیل راهیسې د دوه اړخیز توافق له مخې ۶۴۲۷ مهاجر ترکیې او نورو هیوادونو ته استولي دي. په دغه جمله کې ۹۰۰ تنه د آتن او انقرې تر منځ د شوي توافق له مخې ترکیې بیرته منلي دي. په آتن کې نن د پنجشنبې په ورځ د اتباعو د ساتنې وزارت ویلي دي چې نور کسان د مهاجر د نړیوال سازمان یا (آی او ام) د بیرته ستنولو د پروگرام په چوکاټ کې په داوطلبه توگه خپلو هیوادونو ته استول شوي دي.
یو آسترالیایي افراطي په عراق کې وژل شوی دی
د ترهگري «اسلامي دولت» ډلي په لیکو کې یو آسترالیایي جنگیالی چې زیاته پلټنه یې کیده وژل شوی دي. لکه څرنگه چې په کانبېرا کې حکومت خبر ورکړی دی نایل پراکاش د اپریل میاشتې په ۲۹ نېټه د عراق په موصل کې د امریکا په هوایي بمبارۍ کې وژل شوی دی. د آسترالیا لوی څارنوال جورج برانډس نوموړی د اسلامي دولت په ډله کې د «يوه خطرناکه آسترالیایي» په توگه یاد کړی دی.