له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
«نهه قربانیان آلماني وگړي دي»
د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر ایفکان اعلی د معلوماتو له مخې په استانبول کې د تیرې ورځې ځانمرگي برید یوولس تنه وژلي دي چې پکښې نهه تنه آلمانان دي. هغه په استانبول کې له خپل آلماني سیال توماس دیمیزیر سره د ملاقات پر مهال ویلي دي چې د دوو ټپي شوو آلمانانو روغتیایي وضعیت خراب دی. زیاته شوې ده چې نور دوه وژل شوي کس له ناروې او پيرو سره تړاو لري.
په جگړه ځپلو سیمو کې ډیر ماشومان له ښوونځي محرومه دي
له ماشومانو سره د مرستې له پاره د ملگرو ملتو وجهي صندوق «یونیسیف» د یوه رپوټ له مخې د نړۍ په ۲۲ جگړه او کړکیچ ځپلو هیوادونو کې کابو ۲۴ ملیون ماشومان نه شي کولای چې ښونځیو ته لاړ شي. په جنوبي سوډان کې لا نیمایي ماشومان ښوونځي ته د تگ چانس نه لري. د یونیسیف د معلوماتو له مخې په نایجیر، سوډان او افغانستان کې هم وضعیت کابو دې ته ورته دی.
ایران امریکایي عسکر او کښتۍ پریښي دي
ایران لس امریکایي عسکر بیرته آزاد کړي دي چې د فارس په خلیج کې د یوې پیښې وروسته نیول شوي وو. دغه خبر د ایران انقلابي گارد ورکړی دی. د ایران د معلوماتو له مخې دغه عسکر د سه شنبې په ورځ چې په دوو کښتیو کې سپاره وو تر دوو کیلومترو پورې د ایران اوبو ته ورننوتي ول. ایران دغه پیښه د جاسوسۍ د کومې قضیې په توگه نه اروزي، بلکې د نیوگیشن سیستم تخنیکي خرابولی یې علت گڼي.
«په نړۍ کې ۲۲۴میلیونه انسانان مهاجر شوي»
د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې تیر کال په ټوله نړۍ کې د مهاجرو شمیر ۲۴۴ میلیونو کسانو ته لوړی شوی دی چې دغه شمېر د ۲۰۰۰م کال په پرتله ۴۰ سلنه ډېرښت ښيي. په دغه نوي مجموعي شمیر کې هغه ۲۰ میلیونه کډوال هم شامل دي چې خپل ټاټوبي یې د کړکیچونو له کبله پریښي دي. د دغو کسانو زیاتره برخه سوریایان، افغانان او سومالیان جوړوي. د دغو کسانو کابو یو پر دریمه برخه په اروپا کې اوسیږي.
سعودي عربستان کې د بندي بلاگر رایف بدوي خور نیول شوې
د ایمنسټې انټرنیشنل یا د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا په سعودي عربستان کې د بندي بلاگر رایف بدوي خور نیول شوې ده. د سعودي فعالانو له قوله ایمنسټي خبر ورکړی دی چې د بشري حقونو فعاله ثمر بدوي په جده کې نیول شوې ده او په الظهران کې یوه زندان ته وړل شوې ده. د رایف بدوي میرمن ویلي دي چې د هغې پر ایندرور باندې تور لگول شوی دی د خپل پخواني خاوند ولید ابو الخیر د ټویټر له اکاونټ څخه یې کار اخیستی دی.