1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له داعش سره په اړیکو لرلو شکمنې ښخې زورول کیږي

۱۳۹۷ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې عراقۍ بې ځایه شوي ښځې چې له داعش سره په اړيکو تورني دي، اوس د پیسو او مرستو په مقابل کې جنسې اړیکو ته مجبوریږي. د هغوی په مجبوره کولو کې امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2wAqU
Irak Flüchtlinge 27.07.2014
انځور: Reuters

د بخښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ وویل چې د عراق په کمپونو کې هغه ښځې او ماشومان چې له داعش (اسلامي دولت) ترهګرې ډلې سره پرې د اړیکه لرلو شک کیږي له جنسي تاوتریخوالي او تبعیض سره مخامخ دي.

په ۲۰۱۴م کال کې تر هغه وروسته چې داعش د عراق ډیري برخې تر خپل کنترول لاندې راوستې تر دوه میلیونه ډیر کسان له خپلو کورونو بې ځایه شول.

امنیستي څه موندلي دي:

  •  ښځې د پیسو، مرستو او له نورو نارینه وو څخه د محافظت په بدل کې جنسې اړیکو ته مجبوریږي.
  • دغه ښځې همدا راز د جنسي تیري له ګواښ سره مخامخې دي. څلور ښځو د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي دي چې یا د جنسي تیري شاهدانې وې او یا یې هم د قربانیانو چیغې اوریدلې دي.
  • هغه کورنۍ چې مشري یې ښځي کوي، زورول کیږي، ناوړه چلن ورسره کیږي او هم له خوړو او روغتیایي خدمتونو محرومیږي

د راتلونکي تاوتریخوالي بنسټ

د بخښنې نړیوال سازمان د منځني ختیځ څانګې مشر لیین مالوف، ویلي دي: «هغو ښځو او ماشومانو ته چې ورباندې له داعش سره د اړیکو ګومان کیږي د هغو جرمونو سزا ورکول کیږي چې دوی نه دي ترسره کړي ... دغه له بې عزتي ډکه جمعې سزا د راتلونکي تاوتریخوالي له پاره د بنسټ ایښودو ګواښ رامنځ ته کوي.»

مالوف ټینګار کړی دی چې د عراق حکومت او نړیواله ټولنه باید د دغه وضعیت د درولو له پاره له ټولو عراقیانو سره بې له تبعیضه مرسته وکړي.

د ناروې د مهاجرو په شورا کې د منځني ختیځ له پاره د رسنیزو اړیکو مشاور کارل شیمبري، په دې اړه وویل: «هغه څه چې پر دوی باندې تیر شوي دي، د هغوی اسیب پذیري، هغوی یووار بیا د استثمار په قربانیانو باندې بدلوي.»

زیاته شوې ده چې که دغه جمعې زورونه دوام پیدا کړي نو کیدای شي چې په منځني ختیځ کې د سوله راتلو بهیر لا ډیر وخت ونیسي.

ms/nz (Reuters, AP, AFP)