1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له حيرتان گمرکه په ميليونو ډالر ورک سوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبه

راپورونه وايي، چي د افغانستان په شمال کي له ازبکستان هيواد سره په سرحد د حیرتانو له ګمرک څخه نزدې درې ميلیارده افغانۍ چي تقريباً ۷۰ ميليونه امریکايي ډالره کيږي تري تم شوي دي.

https://p.dw.com/p/1629T

له اداري فساد سره د مبارزې څارونکو تر شپږ میاشتنیو څېړنو وروسته جوته شوې ده، چي درې ميلیارده او پینځه سوه اتلس ميلیونه افغانۍ د ګمرکي چارواکو له خوا اختلاس شوی دی او د حکومت بودیجې ته نه دي تللي.

د دغه ادارې مشر عزیز الله لودین په کابل کي له دویچه ویله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وویل، چي دوی ته دا معلومات شته چي دغه پیسې د کومو چارواکو له خوا خوړل شوي او ډیر ژر به ئې دوسیه لوی څارنوالۍ ته وسپاري.

لودین وایي، چي دوی ټول هغه اسناد څېړلي دي، چي له مخي ئې سوداګریز مالونه د ازبکستان له خاوري د هیرتانو بندر له لاري د افغانستان نورو برخو ته انتقال شوي دي او د محصول یوه اندازه پیسې ئې حکومت ته نه، بلکي د حکومتي چارواکو جیبونو ته لوېدلي دي:

«هغه نتيجې چي زموږ تحقیقاتي پلاوي راوړي دي، دا ښيي چي تر درې نیم ميلیارده ډیري افغانۍ له حیرتان بندر څخه په تیرو څو کلونو کي ورکي شوي دي، دوسیه مو ترتیب کړې ده او ډیر ژر به هغه کسان څارنوالۍ ته ور وپیژنو چي په دې ستر مالي فساد کي ښکېل دي.»

له تیرو څو کلونو راهیسي د افغانستان له ډیرو ګمرکونو څخه د مالي فساد راپورونه ورکول کیږي.

داسي ګنګوسې هم شته چي د یو شمیر ګمرکونو کلیدي ]وکۍ د حکومتي لوړ پوړو چاروکو له خوا خپلو خپلوانو او شریکانو ته د پيسو په بدل کي سپارل کیږي او هغوی هڅه کوي، چي هغه پیسې بیرته د ګمرک له عوایدو تر لاسه کړي چي د بډي په توګه ئې یادو چارواکو ته ورکړي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې مشر وایي دوي، د حیرتان پر ګمرک سربیره د تورخم او هرات په ګمرکونو کي هم د سوونو ميلیونو افغانیو اختلاس دوسيې لوی څارنوالۍ ته سپارلي دي، خو تر اوسه ئې د څېړلو څرک نه معلوميږي.

لودین د بېلګې په توګه د ننګرهار په ګمرک کي د پراخ مالي فساد تر سره کېدو ته اشاره کوي او وايي:

«موږ تر ډیرو څېړنو وروسته وموندله چي د ننګرهار په ګمرک کي۸۳۹ ميلیونه افغانۍ تري تم شوي دي، د ګمرګ چارواکو پر موږ نیوکي وکړې، چي تاسو سم اوپه مسکلي توګه تحقیق نه دئ کړی، بیا حکومت پریکړه وکړه چي د څلورو ادارو ګډ پلاوی دغه مسئله له سره وڅېړي، وروسته بیا روښانه شوه چي نه یوازي په دې شمیر کي اختلاس شوی دئ، بلکي په ډیرو کتابونو او حکومتي اسنادو کي لاس وهل شوی دئ او ځیني ارقام له سره لیکل شوي دي.»

په تیره یوه میاشت کي د اداري فساد پر وړاندي د رواني مبارزي کمپاین ډیر تیز روان دئ. د اداري فساد سره د مبارزې ادرې چارواکي وايي، چي، د حکومت پر څلورو وزیرانو سربیره د ولسي جرګې د يوشمېر استازو د فساد دوسیې هم تياري شوي دي او لوی څارنوالۍ ته استول شوي دي. پر دغوکسانو تور دئ چي له حکومتي شتمنیو او صلاحیت څخه ئې ناوړه ګټه اخیستې ده او په ميلیونونو افغانۍ ئې اختلاس کړی دئ.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل