1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني څخه راتلونکې اوونۍ نور افغانان اخراجیږي

۱۳۹۶ شهریور ۱۶, پنجشنبه

د ۱۵ رد سوو افغان مهاجرو یوه الوتکه به د راتلونکي سه شنبه په ورځ د دوسلدورف له هوايي میدان څخه پرواز وکړي.

https://p.dw.com/p/2jWpc
München Demonstration gegen Abschiebung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د بایرن ایالت د مهاجرو شورا خبر ورکړی دی چي یوازي مجرم افغانان نه، بلکي داسي افغانان هم اخراجیږي چي کوم جرم یې نه وي کړی. یو غیر مجرم افغان په مونشن کي نیول سوی او په پلان کي ده چي هغه هم په دغه ډله کي افغانستان ته اخراج سي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبه اعلان وکړ چي اساساً نه غواړي د دغه اخراج په هکله څه ووايي.

تر هغه وروسته چي جرمني د تیرکال په اکتوبر میاشت کي له افغانستان سره د مهاجرو د بیرته اخیستلو په باب یو تړون لاسلیک کړ، په ډسمبر میاشت کي یې دغه هیواد ته د افغانانو په اخراجولو باندي پيل وکړ. خو د جرمني له سفارت سره نژدې تر برید وروسته یې د افغانانو اخراج تر ډیره حده پوري وځنډاوه.

تر بريد وروسته د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونه پر دې باندي سره سلا سول، چي د افغانستان امنیتي حالت له سره وڅیړي. تر هغه راوروسته یوازي هغه پناه غوښتونکي چي جرمونه یې کړي وي، جرمني ته خطرناکه وي او یا د پناهندگۍ د پروسې په جریان کي همکاري نه کوي، په زوره اخراجیدلای سوای. د رسنیو په حواله په کابل کي د جرمني سفارت د کارونو د محدودیت له کبله د سږ عیسوي کال د جون میاشتي په پای کي یو پلان سوی اخراج ترسره نه سو.

د تيرکال په جولای میاشت کي د افغانستان د امنیتي وضعیت مؤقتي څیړني د امنیتي حالت په هکله د ډیر بدلون خبره ونه کړه. په رپوټ کي راغلي وه، چي په افغانستان کي امنیتي حالت د یوې سیمي څخه تر بلي پوري توپير لري او په مختلفو فکټورونو لکه مُنشأ، اتنیکي گروپ، وظیفې او جنس پوري اړه لري.

د همدغي ارزیابۍ پر اساس د مهاجرو او پناه غوښتونکو فدرالي ادارې د تیر اگست میاشت په نیمايي کي تصمیم ونیو چي بیرته پرته له کوم محدودیت څخه افغانان اخراج کړي.

د افغانستان د امنیتي حالت په هکله وروستۍ ارزوني ته په اکتوبر میاشت کي انتظار کیږي.

بله خوا د دې خبر تر خپرېدو وروسته په جرمني د مهاجرو پلوي سازمان «پرو ازيول» پر دغي پريکړي باندي نيوکي کړي او ويلي يې دي چي دا کار د پارلماني ټاکنو په درشل کي ځکه کيږي چي رای ورکوونکي خپل اړخ ته راجذب کړي.

زموږ له ارشيف څخه: