1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني څخه د افغان مهاجرو پر اخراج نوري نيوکي

۱۳۹۶ خرداد ۱۲, جمعه

په کابل کي تر خونړۍ چاودني وروسته افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کي نيوکي ادامه لري. د جرمني حکومت د پنجشنبې په ماښام پريکړه وکړه چي د اوس له پاره دي يواز په استثنايي حالت کي اخراج وي.

https://p.dw.com/p/2e38e
Wali und die Waldorfschüler - Kampf gegen Abschiebung nach Afghanistan.
انځور: DW/S.Petersmann

د جرمني د «دي ويلت» ورځپاڼي د جمعې په ورځ د هغي نظر پوښتني پايلي خبرې کړي دي چي له دغه هيواد څخه د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کي سوې ده.

د ورځپاڼي د راپور له مخي د جرمني په سلو کي ۵۶ سلنه وگړي د افغان مهاجرو د اخراج غوښتونکي دي. او۴۰ سلنه بيا د امنيتي وضعيت په خاطر د مهاجرو د اخراج د ځنډېدو پلوي کوي.

له ۱۸ کلنۍ څخه تر ۲۹ کلنۍ پوري وگړو او دغه راز له ۶۵کلنۍ څخه نيمايي ئې د اخراج د ځنډ پرضد دي او نيمايي ئې بيا د اخراج بنديدل غواړي.

د بشري حقونو په برخه کي د جرمني د حکومت استازي بيربيل کوفلر د  افغان مهاجرو د اخراج د ځنډولو په برخه کي د حکومت اقدام ستايلی دئ. هغې ويلي دي چي په افغانستان هيڅ امن سيمه نه سته.

د جرمني صدراعظمي مېرمن انګلا ميرکل د پنجشنبې په ورځ ناوخته ماښام په برلين کي وويل چي د افغانستان د امنيتي وضعيت تر ارزولو او په کابل کي د جرمني سفارت چي د چهارشنبې ورځي په خونړۍ چاودنه کي سخت تاوان ور رسېدلي د کار تر بيا پيلولو پوري به افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج وځنډيږي.

هغې ويلي دي چي دغه ارزونه به تر جولای مياشتي پوري بشپړه سي. خو ويل سوي دي چي هغه پروسه چي مهاجر پخپله خوښه پکښې خپل هيواد ته ستنيږي دوام ومومي.

ميرکل تر دغه خبر لږ مخکي ولي ول چي افغانستان ته به له سره نظر وکړي.

دغه  راز زياته سوې ده چي د هغو مهاجرو چي د جرمني ټولني ته خطر وي او جرمنه ئې کړي وي، دوسيې به ئې په انفرادي توګه څېړل کيږي او اخراجيږي به.

په کابل کي تر خونړۍ چاودني وروسته د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير وويل چي افغانستان ته ئې د هغو افغان مهاجرو چي د پناه غوښتنه ئې نه ده منل سوې بيرته اخراج وځنډاوه. خو دغه ځنډ د هغو کسانو په برخه کي وو چي پتېيل سوې وه د چهارشنبې په ماښام کابل ته په يوه الوتکه کي ولېږل سي.

په کابل کي خونړۍ چاودني په جرمني کي د هغو سياستوالي تېشې ته لاستی ورکړ چي افغانستان ته د افغان مهاجرو له اخراج سره ئې مخالفت لاره.

په کابل کي تر چاودني وروسته په جرمني کي د افغان مهاجرو د اخراج پر جنجالي موضوع يووار بيا تاوده بحثونه پيل سول او ډېرو سياستوالو له حکومته وغوښتل چي افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج وځنډوي. دوی دغه راز غوښتي دي چي د بهرنيو چارو وزارت بايد يووار بیا د افغانستان وضعيت و ارزوي.