1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني د مهاجرو د اخراج په اړه غونډه

۱۳۹۵ بهمن ۲۱, پنجشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزير ددغه هيواد ايالتونه دې ته مکلف کړي چي د مهاجرو د اخراج پروسې په چټکوالوالي کي ونډه واخلي. صدراعظمي ميرکل نن د ايالتونو وزيران يوې غونډي ته رابللي دي.

https://p.dw.com/p/2XDgf
Deutschland PK Thomas de Maizière zu Großrazzia in zehn Bundesländern
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د «ARD» تلويزيون په سهارنۍ خپرونه کي په دغه هيواد کي د نه منل سوو مهاجرو د اخراج پروسې په اړه وويل چي «موږ [له ايالتونو سره] يوه گډ تلاښ ته اړتيا لرو.»

ديميزير له دې سره سره چي د جرمني ځيني ايالتونه افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج په اړه زړه نا زړه دي، ټينگار وکړ چي نه منل سوي افغان مهاجر بايد ولېږل سي.

هغه وويل چي په اروپا کي هيڅ داسي هيواد نه سته چي افغان مهاجر دي نه اخراجوي. ديميزير زياته کړه: «کله چي د يوه افغان پناه غوښتنه و نه منل سي او د محکمې د پريکړي له مخي هغه د پاتېدو چانس نه لري، نو بايد بيرته خپل هيواد ته ولېږل سي.»

د افغانستان امنيتي حالت ته په کتو سره د جرمني د کورنيو چارو وزير وويل: «موږ دغه کار په احتياط او مسئوليت سره کوو او هغوی له امنيتي پلوه ډاډمنو سيمو ته لېږو.»

د جرمني صدراعظمه انگلا ميرکل او د ايالتونو لومړي وزيران نن د پنجشنبې ورځي په ماښام د صدرات په دفتر کي سره راټوليږي او د نه منل سوو مهاجرو د اخراج پروسې پر څرنگوالي باندي سلا مشورې کوي.

دغي غونډي ته د يوې گډي پريکړي له پاره چتو سوې مسوده کي د «بيرته لېږونکو د ملاتړ» له پاره په يوه ايالت کي د يوه مرکز جوړولو وړانديز سوی دئ. هغه کسان چي غواړي پخپله خوښه خپلو هيوادونو ته ستانه سي مالي مرستي به ورسره کيږي.

د هغو کسانو د اخراج په اړه به چي روغتيايي ستونزي ولري، ډاکټران پريکړه کوي. پردې سربيره به هغه بهرنيان په اسانۍ سره د اخراج توقف ته واستول سي چي «له هغوی څخه د خطر احساس کيږي.»

تر غونډي وروسته به د جرمني صدراعظمه انگلا ميرکل د ايالتونو له ځينو وزيرانو سره يو گډ مطبوعاتي کنفرانس ورکړي.