1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني د افغان مهاجرو پلان سوی اخراج وځنډېد

۱۳۹۶ خرداد ۱۰, چهارشنبه

د جرمني حکومت په کابل کي خونړۍ چاودني ته په کتو سره د ځينو افغان مهاجرو اخراج وځنډاوه. پتېيل سوې وه چي نن ماښام يوه الوتکه اخراج سوي افغان مهاجر کابل ته انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/2duA5
Leipzig Abgelehnte Asylbewerber werden zum Transport zum Flughafen abgeholt
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د جرمني خبري آژانس د دغه هيواد د حکومتي چارواکو په حواله ليکلي دي چي د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په داخلي چارو کي د پارلمان کمېټې ته د افغان مهاجرو د اخراج پلان د بدلون په اړه خبر ورکړی دئ.

دوی ويلي دي: «افغانستان ته د اخراجېدونکو مهاجرو د لوژيستيک په برخه کي په کابل کي د جرمني سفارت مهم رول لري.» دوی زیاته کړې ده: «دا چي په کابل کي چاودني دغه سفارت ته سخت زيان رسولی دی، نو د مامورينو له پاره ډېره مهمه ده چي هلته نور کارونه وکړي.»

دغو چارواکو ويلي دي چي په راتلونکو څو ورځو کي افغانستان ته د افغان مهاجرو اجراج په پام کي نه دئ. هغوی ويلي دي چي په اخراج مکلف کسان به ايستل کيږي او دغه قانون پر افغانانانو هم پلی کيږي په ځانگړې توگه بيا پر مجرمانو باندي، «او پر دې لاري تگ به دوامداره وي».

دا په داسي حال کي ده چي د بخښني نړیوال سازمان ایمنستي انټرنیشنل تر څنگ په جرمني کې د دیاکوني او یو شمیر نورو سازمانو او همداشان د مهاجرو ملاتړي سازمان پرو ازول افغانستان ته د افغان مهاجرو پر پلان سوي اخراج باندې سخت انتقادونه کړي ول.

په پام کي وه چي نن د چهارشنبې په ماښام په جرمني کي د نه منل سوو افغان مهاجرو يوه ډله بيرته افغانستان ته ولېږل سي. دغه خبر د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزرات یوه چارواکي فضل الرحمان خادم، د سه شنبې په ورځ تائید کړی وو.

افغانستان ته د رد سوو افغانانو اخراج د جرمني په پارلمان کې د گوندونو تر منځ هم شخړه ایزه موضوع ده، ځکه د ځینو گوندونو په آند د افغان حکومت او سخت دريځه طالبانو تر منځ کړکیچ زور اخیستی او په ټول هیواد کي امنيتي وضعيت خراب دی.

د چهارشنبې په ورځ د کابل په یوه دیپلوماتیکه سیمه کي د موټربم خونړۍ چاودني چي پکښې نژدې ۸۰ انسانان ووژل سول او تر۳۵۰ زیات ټپيان سول، دغه خبره یو وار بیا په اثبات ورسوله.

د جرمني حکومت د ۲۰۱۶م کال په مني کي له افغان حکومت سره د مهاجرو د بیرته منلو یو تړون لاسلیک کړ، چې په ډله ایزه توگه یې د هغوی اخراج ته اجازه ورکوله.

د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتي راهیسې تر اوسه آلمان پنځه واري هغه افغانان چې دلته یې د پناه غوښتنه منله سوې نه وه، په ډله ایزه توگه افغانستان ته لېږلي دي.

(dpa,afp/SR,NZ)

زموږ له ارشيف څخه: