له ایډز سره د مبارزې نړیواله ورځ
۱۳۹۱ آذر ۱۱, شنبهماني چي يو ۴۳ کلن المانی دی، هم د هغو مليونونو انسانانو څخه يو دی چي د اېچ آی وي ويروس لري. د اېډز ناروغي د همدغه اېچ آی وي ويروس څخه رامنځ ته کيږي. ماني وايي:« ما د راتلونکو دوو دریو کلونو له پاره خپل پلان جوړ کړی دی. دا کار یو حقیقت دی، د ایډز په ناروغۍ د اخته انسان له پاره د راتلونکي په هکله فکر کول او لرلید د پخوا په پرتله توپير لري.»
دا چې د ايچ آی وي په ويروس اخته انسان په یوه لنډه مرکه کې څو وارې د راتلونکې او لرلید د کلمې څخه استفاده کوې حیرانونکي ده. ماني وايي چې پخوا به د خپل راتلونکي په هکله ډیر په اندیښنه کې وو او داسی به يي انګیرله چې به د ۳۰ کلنۍ تر عمره ونه رسیږي، هغه وايي: «ما به په هغه وخت کې یوازې په حال کې ژوند کاوه او د راتلونکي په هکله به مې فکر نه کاوه.»
ماني وايي چي ۲۳ کلن ؤ کله چي ډاکټر ورته وويل چي د ايچ آی وي په ويروس اخته سوی دی. دی زياتوي چي دغه ويروس د يوه بل سړي څخه ورتېر سوی ؤ. ماني زياتوي چي وروسته تر هغې چې ډاکټرانو دا تشخیص کړه چې دی په اېچ آی وي اخته دی نو څو میاشتې یې د هغې د هیرولو هڅه وکړه، خو بیا وروسته خپل راتلونکي اندیښمن کړ.
آلمان چې اوس مهال تقريبا ۸۲ میلونه نفوس لري د هغوی له جملې څخه ۷۸ زره يي د (HIV) ویروس لری. دغه ویروس د انسان مدافعي سیستم کمزوری کوي. نزدې ۳۰ مختلفې ناروغۍ کیدای شې چې په دې ویروس د اخته ناروغ بدن ته ګواښ ورپيښ کړې.
د المان د بن په ښار کې د ایډز له بنسټ څخه اولریش هایده وايي: «شل کاله وړاندې د ایډز د ناروغۍ پر ضد تقریبا هیڅ ډول درمل موجود نه وو، یوازې یو ډول درمل وو چې د هغه اثرات ډیر محدود وو او د انسان د عمر ډیریدو به یې لږ اغیز درلود.»
په هغه وخت کې د ایډز په ناروغۍ د اخته انسانانو د عمر اوسط به د ۲۲ څخه تر ۲۴ کلونو پورې وو. په ۱۹۹۶ میلادي کال کې ترکیبې دواګانې جوړې کړای شوې چې په بیلا بیلو ډولونو، په بدن کې د دې ویروس د پراخیدو کچه کمه کړي.
ماني خپل پخوانی وخت رایادوي او وايي:«ما په لومړي سر کې چانس راوړ چې زما د بدن دفاعي سیستم په ښه توګه کار کاوه. د دې ناروغې د تشخصیدو څخه پنځه، شپږ کاله وروسته ما د لومړي ځل له پاره د درملنې دوره پيل کړه، ما باید د ورځې درې ګولې خوړلی وای او ډیره پاملرنه مو کړای وای چې د درملو د خوراک وخت باید ډیر دقیق اوسي او د دوا خوړولو څخه یو ساعت تر مخې اجازه نه درلوده چې یو څه وخورم.» خو اوس یوازې د سهار له خوا دوې گولې خورم.
اولريش هايده وايي چي د اېچ آی وي وايرس اوس ځان د بعضو درملو سره اعيار کړی دی او اثر ورباندي نه کوي. د نوموړي په وينا همدا وجه ده چي درمل د بعضو انسانانو د حالت خرابېدو پروسه د چټکېدو څخه راگرځوي او پر ځینو ناروغانو بيا هيڅ اثر نه کوي. دغه کارپوه وايي چي اېچ آی وي ويروس او د درملنې له پاره د هلو ځلو کوونکو تر منځ يوه سیالي روانه ده.
برویر برېنا/ مهرنوش انتظاري/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: سید ریاض