له ایرو راپورته شه! د جامو په ژبه د افغانستان کیسه
په هالند کې میشت افغان طراح نوید ځاځی، له درو کلونو راهیسې د خپلو طرحو په مرسته غواړې د افغانستان کیسه وکړي او په نړۍ کې د خپل هیواد انځور بدل کړي.
د افغانستان کیسه
نوید ځاځي له درو کلونو راهیسې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د جامو طرحې نندارې ته وړاندې کړي، خو هدف یوازي فیشن يا د جامو نوي طرحې نه دي. هغه له دې لارې غواړې د خپل هیواد کیسه وکړي.
له احساسه ډکه ډرامه که د طرحو پیژندنه؟
د ځاځي د جامو د معرفۍ پر مهال فضا له احساساتو ډکه وي. په امسترادام کې د هغه د جامو ننداره په الیکن څراخ د ستیج له روښانوولو سره پیل شوه.
په سمبولونو د خپل پیام رسول
ځاځي د خپلو مدلانو په پښو کې زړې توپنچې او توري تړلي وې او ویل یې په دې سره غواړي ووایي چې پر افغانانو باندې جګړه او کړاوونه تپل شوي دي.
پر خلکو غږ
دغه افغان طراح له کلونو راهیسې تر خپل هیواد دباندي ژوند کوي خو وایي د افغانستان له حالاتو خبر دی او له همدې کبله د خپلو ډیزانونو له لاري غواړې پر افغانانو او نړیوالې ټولنې باندي غږ وکړي چې د هیواد د حالاتو له ښه کولو سره مرسته وکړي.
افغانان سوله غواړي
ځاځی وايي یو هدف یې دا هم دی چې نړیوالو ته وښيي چې که د افغانانو ملاتړ وشي، نو دغه ولس پر خپلو پښو دریدای شي.
افغانان له نورو توپیر نه لري
ځاځي د خپلې نندارې پر مهال د یوه مدل په غیږ کې یو ماشوم هم ورکړی وو او هدف یې په افغاني ټولنه کې د ماشومانو د کړاونو په ګوته کول او راتلونکې ته د هغوی هیلې ښوول وو.
د خرڅلاو له پاره نه!
ځاځي لا تر اوسه پوري خپلې طرحې پلورلې نه دي او ویل یې چې له کاره یې هدف د پیسو ګټل نه دي. دغه افغان طراح وايي یوازې په هغه صورت کې چې یو بنسټ د ده ډیزاینونه رانیسې او پیسې یې په افغانستان کې له نادارو کورنیو سره مرسته وکړي، نو به خپلې جامې وپلوري.
د افغانستان ډیزاین، خو د افغانانو له پاره نه!
نوید ځاځی وایي چې تمه نه لري په نزدې راتلونکې کې دې څوک په افغانستان کې دننه د هغه ډیزاینونه واغوندي. هغه وایي د دې له پاره لا وخت شته.
د افغانستان له بیلابیلو سیمو الهام
د ځاځي په طرحو کې د افغانستان د بیلابیلو سیمو د اوسیدونکو د جامو څرک تر سترګو کیږي.
تر نندارې مخکې چمتوالی
تر دې مخکې چې د ځاځي مدلان ستیج ته راووځي، هغه پرې ساعتونه کار کوي، څو جامي هغه شان تر ستوګو شي چې دغه ځوان هنرمند یې غواړي.
تر اوسه پورې یوازې د نارنه و له پاره
د امستردام په ننداره کې ځاځي یوازي د نارینه وو له پاره ډیزاین شوي جامې وړاندي کړلې. وايي په راتلونکې کې به د نجونو د جامو ننداره هم جوړه کړي. خو نورو طراحانو بیا د ښځو له پاره خپلي جامې وښودې.
جامي افغاني، خو اغوستونکې یې اروپایان
د ځاځي مدلان افغانان نه دي او ډیر وخت اروپايان په نندارو کې د هغه دیزانونه وړاندي کوي.
په خپلو جامو کې د مدلانو تر منځ
ځاځي د نندارې په پای کې له خپلو مدلانو سره څرګند شو.
تر بریالۍ نندارې وروسته احساس
د ځاځي ډیزاینونه او د هغوی په واسطه بیان شوې کیسه د نندارې د ګډوالو له ښه هرکلي سره مخامخ شوه. نوید ځاځی وايي کله چې پر خلکو باندي د خپل کار اغیزه ویني نو له ډیر ښه احساس سره کور ته ځي او پر نویو پروژو کار پیلوي.