له ايدوميني د مهاجرو تېښته ـ «وهل ټکول او سوځل»
د دوشنبې په ورځ تر ۲۰۰۰ زياتو مهاجرو له ايدوميني کمپ څخه د مقدونيا پر لور څلور ساعته سفر پېل کړ. په دغه ورځ د درو پناه غوښتونکو د ډوبېدو خبر هم ورکړل سو. خو مقدونيا ته اکثره رسېدلي مهاجر پوليسو ونيول.
مقدونيا ته د داخلېدو نقشه
د ايدوميني په کمپ کي د په زرونو پناه غوښتونکو تر منځ د نامعلومو کسانو له خوا داسي شپې پاڼي ووېشل سوې، چي پکښي نقشه او هدايات ليکل سوي ول چي د مقدونيا سرحد ته څرنګه اوښتلای سي.
د وتلو په تلاښ کي
په سونو پناه غوښتونکو چي پکښي داسي کورنۍ هم وې چي کوچنيان ورسره ول، د ايدوميني د مهاجر له کمپ څخه حرکت وکړ، څو د مقدونيا سرحد ته ور واوړي.
له اوبو، خټو او ډبرو سره مبارزه
دغو مهاجرو تر سيند پوري وتلو وروسته هڅه وکړه چي د مقدونيا پر سرحد درول سوو خنډونو تر منځ داسي ځای پيدا کړي، چي ترې تير سي.
بيره
يوه کوچنۍ مهاجره چي له اوبو څخه وېره لري، نور پناه غوښتونکي مرسته ورسره کوي، څو تر سيند واوړي.
خنډونه
د يونان پوليسو هڅه وکړه چي د سونو هغو پناه غوښتونکو مخه ونيسي چي غوښتل يې مقدونيا ته د ورننوتلو لاره پيدا کړي.
د سيمه ايزو خلکو مرسته
په يونان کي د کاميلو په نوم کلي اوسېدونکي د مهاجرو تر منځ د هغوی د اوږد پلي سفر په جريان کي اوبه ويشي. دغه کلی له سرحد څخه په ۱،۵ کلومترۍ کي پروت دی.
د ژوند په بيه
تر اوږده پلي مزل او سفر وروسته ستړي او کمزوره سوي پناه غوښتونکي د خپل ژوند په بيه تر سيند پوري ووتل. په دغه ورځ د درو افغان مهاجرو د ډوبېدو خبر ورکړل سو.
مخبري او اطلاع ورکول
د مقدونيا دغه ځايي سړی چي د مويي په نوم کلي اوسېدونکی دی، د پناه غوښتونکو د قطار په ليدو سره ښايي د تليفون له لاري د مقدونيا پوليسو ته خبر ورکوي.
د عسکرو ګواښ
کله چي مهاجرو د مقدونيا تر سرحد تېر سول او دغه هيواد ته داخل سول، نو ډېر ژر هلته عسکر هم ورسېدل.
د افغان مهاجر «وهل، ټکول او سوځل»
یو افغان مهاجر تور لګوي چي د مقدونيا پوليسو تر نيولو وروسته وواهه او وې ټکاوه. نوموړی تور لګوي چي پوليسو هغه وسوځاوه. د مقدونيا سرحد ته نژدې په يونان کي ډېر بند پاته مهاجر افغانان دي.