1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مظاهر کوونکې: کوانتانامو وتړۍ

۱۳۹۰ دی ۲۱, چهارشنبه

د بشري حقونو یو شمیر فعالان چي د ځینو ئې د ګوانتانامو بندیانو په شان جامي هم په تن دي، د سپیني ماڼۍ مخ ته راټول شوي دي او د ګوانتانامو زندان د تړلو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/13gkh
تر اوسه هم په گوانتانامو زندان کي ۱۷۱ بنديان ساتل کيږي.
تر اوسه هم په گوانتانامو زندان کي ۱۷۱ بنديان ساتل کيږي.انځور: picture-alliance/Süddeutsche

نن چهارشنبه (د جنورۍ د مياشتي ۱۱) د گوانتانامو زندان د پرانيستلو لس کاله پوره سول. د Witness Against Torture یا (د شکنجې په وړاندي شاهد) د ډلي غړي د یکشنبې د ورځي راهیسي خپل اعتراضات پیل کړي دي.

د دغي ډلي يو شمېر غړي چي د ګونتانامو زندان په شان جامي ئې په تن دي په نوبت په هغو قفسونو کي وخت تیروي چي په دغه زندان کي بندیان پکښي ساتل کیږي.

د Witness Against Torture ډله له محکمې پرته د تر نامعلوم وخت پوري په زندان کي وخت تيرول غندي.

د بشري حقونو يو شمېر ټولنو له امريکا څخه ددې زندان د تړلو غوښتنه کړې او هلته ئې د بنديانو سره پر چلند سختي نيوکي کړي دي.

د Witness Against Torture ډله د چهارشنبې په ورځ په برلین، پاريس، لندن، بروکسل او تورنتو کي هم د دغه ډول اعتراضاتو ترسره کول غواړي.

د ګوانتانامو زندان له هغه وروسته په کيوبا کي پرانيستل سو چي په ۲۰۰۱ کال کي د امریکا د وخت ولسمشر، جورج بوش، د تروریزم په وړاندي د جګړې اعلان وکړ په کیوبا کي پرانيستل شو. د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ د میاشتي پر ۱۱نیټه ګوانتانامو ته لومړنی بندي واستول شو.

اوس په دغه زندان کي ۱۷۱ بندیان ساتل کیږي چي د هغوی له ډلي څخه شاوخوا شل تنه ئې افغانان دي.

له هغه وروسته چي په ۲۰۰۹ کال کي بارک اوباما د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو، هغه اعلان وکړ چي د یوه کال په موده کي به د ګوانتانامو زندان وتړي. خو دغه زندان لا تر اوسه پوري هم نه دئ تړل شوی.

د سپیني ماڼۍ په وړاندي اعتراض کوونکي همداراز د بګرام زندان د تړلو او د متحده ایالاتو له خوا د بندیانو په اړه د یوه نوي قانون د له منځه وړلو غوښتنه کوي. د دغه قانون له مخي امریکا کولای شي چي په تروریزم تورن کسان د یوې نا معلومي مودې له پاره، له محکمې پرته په بند کي وساتي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل