1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له القاعدې سره د يوې ډلي د يوځای کېدو اعلان

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۲۶, دوشنبه

د ديپلوماتانو او اسد د مخالفينو د معلوماتو له مخي په دغه هیواد کي له القاعدې سره د ياغيانو د يوې ډلي تر د يوځای کيدو تر اعلان وروسته، نړيوال غواړي چي د استانبول په غونډه کي په سوريه کي د سولي پر ټينگولو بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/18Fru
FILE - In this Friday, Jan. 11, 2013 file citizen journalism image provided by Edlib News Network, ENN, which has been authenticated based on its contents and other AP reporting, shows rebels from al-Qaida affiliated Jabhat al-Nusra waving their brigade flag as they step on the top of a Syrian air force helicopter, at Taftanaz air base that was captured by the rebels, in Idlib province, northern Syria. The Arabic words on the flag reads: "There is no God only God and Mohamad his prophet, Jabhat al-Nusra." Last month, militants inside Iraq killed 48 Syrian government troops who had sought refuge from the war in their country _ an ambush that regional officials now say is evidence of a growing cross-border alliance between two powerful Sunni jihadi groups _ Al-Qaida in Iraq and the Nusra Front in Syria. The U.S. designates both as terrorist organizations, and the purported alliance is further complicating the equation for the West as it weighs how much to support the rebel movement.(AP Photo/Edlib News Network ENN, File)
Syrien Bürgerkrieg Kämpfer von Al Nusra Frontانځور: picture-alliance/AP

د سوريې ايتلاف له دوستو هيوادونو څخه ۱۱ هيوادونه به د شنبې په ورځ (د اپريل۲۰) په ستانبول کي سره راټول سي. د دې ترمخه په سوريه کي د «النصره جبهه» چي د بشارالاسد رژيم د ختمولو تلاښ کوي د اپريل پر لسمه د القاعدې د مشر ايمن الظواهري سره د يووالي اعلان کړی وو.

يوه دولتي چارواکي چي د استانبول په غونډه کي گډون کوي وويل: «دغه ليدنه کتنه په سوريه کي د النصره جبهې او نورو وسله والو ډلو د وروستيو تحولاتو تر سيوري لاندي راغلې ده. نړيواله ټولنه بايد د القاعدې و نوو گواښوونو ته په کتو سره د سورې کړکېچ ته ډير ژر يوه سوله ييزه لار پيدا کړي.»

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په سوريه کي کورنيو جنگونو تر اوسه پوري د نزدې ۷۰ زرو انسانانو ژوند اخيستی دئ.

په سوريه کي د «النصره جبهې» پرختگ غربي قدرتونه اندېښمن کړي دي. هغوی غواړي چي پر سوريې باندي د اسد کورنۍ ۴۳ کلني واکمنۍ ته خاتمه ورکړي، خو نه غواړي چي په دغه هيواد کي پوځي مداخله وکړي.

په تيرو مياشتو کي د النصرې جبهې ډير پرمختگ کړی دئ.
په تيرو مياشتو کي د النصرې جبهې ډير پرمختگ کړی دئ.انځور: Reuters

ديپلوماتان وايي، چي دوی به د استانبول په غونډه کي پر دې باندي خبري وکړي، چي څه ډول پر اسد باندي فشار راولي تر څو د خبرو اترو لار ومني.

د سياسي حالاتو د څارونکو د معلوماتو له مخي، په دغه غونډه کي چي ترکيه ئې کوربه ده، د مصر، اردن، متحد عربي امارات، قطر او د سعودي عربستان چارواکي گډون پکښې کوي.

په دغه غونډه کي به له غربي هيوادنو څخه د امریکا متحده ايالات، بريتانيا، آلمان، ايتاليا او فرانسه هم گډون وکړي.

په سوريه کي د ياغيانو ډلو چي په هغه کي د «النصره جبهه» او «احرار الشمس» راځي په دې وروستيو کي يو لړ پرمختگونه کړي دي. دوې مياشتي دمخه هغوی د سوريې په ختيځ کي د رقه ښار ونيو.

دغه راز د پوځي چارواکو د معلوماتو له مخي د «النصره جبهې» په درعا ولايت کي هم خپل نفوذ پراخ کړی دئ.

د سوريې ملي ايتلاف د يکشنبې په ورځ په يوه خپره کړې بيانيه کي وويل، چي له القاعدې سره د النصره جبهې يو ځای کېدل «د سوريې د خلکو د غوښتنو او انقلاب له هدفونو سره په تناقض کي دي.»

خو په وينا پاڼه کي دا هم ويل سوي دي، چي دغه ډله بايد له پامه و نه ايستل سي.