1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وزيرستاني مهاجرو د بیرته ستنیدو دویم پړاو پیل شو

۱۳۹۶ اسفند ۸, سه‌شنبه

د پاکستان په قبايلي سیمه شمالي وزیرستان کې د «ضرب عضب» په نوم پوځي عملیاتو له امله د سيمي ځينو اوسیدونکو افغانستان ته پنا وړې ده. د دوشنبې په ورځ د دغو مهاجرو د بیرته ستنیدو دویم پړاو پیل شو.

https://p.dw.com/p/2tNnk
Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan erreichen Peschawar
انځور: DW/Faridullah Khan

د دې پړاو په لومړۍ ورځ د شمالي وزیرستان ۵۰ کورنۍ چې د افغانستان خوست ولایت ته مهاجري شوي وې د سرحدي سیمي غلام خان له لارې پاکستان ته ورسیدلې.


پاکستاني چارواکو د دغو زیانمو شویو کورنیو له پاره د غلام خان امنيتي پوستې ته نږدې د ثبت او راجستر یو مرکز جوړ کړی دی. په دې مرکز کې د راستنیدونکو د ابتدایې نوم ثبتوني تر څنګ د دوی ماشومانو ته واکسين کیږي او وروسته بیا دوی د«بنوُ» په ولسوالۍ کې جوړ شوي کمپ ته استول کیږي.


د شمالي وزیرستان سیاسي استازي کامران خان افریدي دغو زیانمنو شویو کورنیو ته ښه راغلاست ووایه او د دوی له پاره د برابرو شویو آسانتیاو څخه یې لیدنه وکړه.

افریدي ویلي: «دوی به په بکاخيل سیمه کې جوړ شوي کمپ ته ؤلیږدول شي. د دوی له پاره د وړیا ترانسپورت زمينه هم مساعده شوې او په کمپ کې به دوی ته د ۶ میاشتو له پاره د استوګنې تر څنګ د خوراک څښاک بندوبس هم وشي.»


د کامران افریدي په خبره د دوی د بیرته ستنیدنې زمينه، له افغان چارواکو سره د بریالیو خبرو اترو په نتیجه کې مساعده شوې.


د شمالي وزيرستان د مهاجرو د بیرته ستنیدنې د دې دویم پړاو په لړ کې به له افغانستان څخه ۴۳۰۰ کورنۍ د غلام خان سرحد له لاري بیرته پاکستان ته ولیږدولی شي.


د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عصب په نوم د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله نږدې ۱۰۰ زره کسان د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته مهاجر شوي دي.


د خوست ولایت په «ګلان» کمپ ۱۶۴۴۴ پاکستاني مهاجر راجستر شوي دي. همدارنګه ملګرو ملتونو په پکتیا ولایت کې ۳۶ زره پاکستاني مهاجرو په بایمیتریک ډول راجستر کړي دي په داسې حال کې چې په خوست کې بیا د ۵۱ زرو پاکستاني مهاجرو د راجیستر کیدل تائید شوي دي.

زموږ له ارشيف څخه: