1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د ۱۶ میلیارده ډالرو ژمنه وشوه

۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبه

مرسته کوونکو هیوادونو د یکشنبې په ورځ په توکیو کې له افغانستان سره په راتلونکو څلورو کلونو کې د ۱۶ میلیارده ډالرو ملکي مرستو ژمنه وکړه. خو د دې مرستو د تر لاسه کولو له پاره باید افغانستان له اداري فساد سره مبارزه وکړي.

https://p.dw.com/p/15TZL
انځور: AP

د کنفرانس په پای کې په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې نړیواله ټولنه به د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې له افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالره ملکي مرستې وکړي.

له افغانستان سره په مشروط ډول مرستې اعلان شوې

نړیوالې ټولنې د توکیو په کنفرانس کې یو ځل بیا پر افغان حکومت باندې غږ وکړ چې له ادارې، فساد سره مبارزه وکړي او پخپل هیواد کې ښه حکومت والي رامنځ ته کړي. دا هغه دوه عمده شرطونه دي چې ښایي له افغانستان سره تر سره کیدونکي مرستې ورسره تړلي وي.

پر دې سربیره په افغانستان له دیموکراسي څخه ملاتړ، د آزادو ټاکنو تر سره کول، له بشري حقونو څخه ملاتړ، د مالي سیستم شفافیت او د ملي عوایدو لوړول نور هغه شرطونه دي چې له افغانستان سره ملکي مرستي ورسره تړلې دي.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د توکیو د کنفرانس په پای کې یوه خبري کنفرانس ته وویل:

«دغه شرطونه هغه څه دي چې افغانان ئې غواړي. له ادارې فساد سره مبارزه او ښه حکومتوالي د افغانانو غوښتنې هم دي. دغه شرطونه د افغانستان پخپل ځان د متکي کیدو او ثبات له پاره حتمي دي.»

زاخیلوال زیاته کړه چې دا شرطونه نه یوازې د افغانستان د خلکو د راتلونکې له پاره مهم دي بلکې د هغه په خبره د مرسته کوونکو هیوادونو له پاره هم دا ډاډ رامنځ ته کوي چې د هغوی پیسې په سمو ځایونو کې مصرفیږي.

د چاپان د بهرنیو چارو وزیر کویچیرو ګیمبا، وویل چې یوه کمیټه به د توکیو په کنفرانس کې شوې ټولې ژمنې وڅاري. هغه زیاته کړه چې افغانستان او جاپان به په هرو دوه کلونو کې د وزیرانو په کچه او د لوړپوړو چارواکو غونډې وکړي چې دنده به ئې په افغانستان کې د شوو پر مختگونو او ژمنو څارل وي. هغه وویل چې د دغه شان یوه میکانیزم رامنځ ته کول د افغانستان د پرمختگ د بهیر د څارلو له پاره ډیر مهم دئ.

افغانستان د توکیو له کنفرانس څخه راضي دئ

افغان حکومت او نړیوال بانک د توکیو له کنفرانس مخکې یوه څیړنه تر سره کړې وه چې له مخې ئې افغانستان د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هر کال څلور میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د توکیو کنفرانس ته تر راتلو مخکې افغان حکومت اعلان کړی وو چې دوی به په دې کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې څخه هر کال د څلور میلیارده ډالرو ملکي مرستو غوښتنه وکړي.

د توکیو د کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې راغلي دي: «نړیوالې ټولنې ژمنه وکړه چې د انتقال په لسیزه کې افغانستان ته تر ۲۰۱۵ کال پورې له ۱۶ میلیاردو ډالرو څخه ډیرې ملکي مرستې ورکړي. همداراز ژمنه وشوه چې له دې وروسته په ۲۰۱۷ کال کې هم له افغانستان سره مرستې دوام پیدا کړي چې په افغانستان کې هغه مالي تشه ډکه شي چې نړیوال بانک او افغان حکومت ئې وړاند وینه کړې ده.»

د افغانستان د مالې وزیر وایي چې افغانستان د توکیو له کنفرانس څخه هغه څه تر لاسه کړل چې ئې غوښتنه کړې وه:

«ما نن سهار وویل چې زموږ د څیړنو له مخې افغانستان په راتلونکو څلورو کلونو کې هر کال څلور میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. موږ دقیقاً همدومره پیسې تر لاسه کړې. افغانستان له دې لحاظه د توکیو له کنفرانس څخه راضي دئ.»

څوک څومره مرسته کوي؟

متحده ایالاتو لا تر اوسه پورې له افغانستان سره د خپلو ملکي مرستو اندازه نه ده مشخصه کړې، خو ښايي امریکا له افغانستان سره د تعهد شوو ملکي مرسته ډیره برخه پر غاړه واخلي.

تر دې مخکې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې هیواد به ئې له افغانستان سره په راتلونکو څلورو کلونو کې درې میلیارده ډالر مرسته وکړي. هغه زیاته کړې وه چې پر دې سربیره به جاپان په دې موده کې د افغانستان له گاونډیو هیوادونو سره هم یو میلیارد ډالر مرستې وکړي.

پر متحده ایالاتو او جاپان سربیره، المان هم له افغانستان سره د خپلو ملکي مرستو اندازه اعلان کړې ده. د دې هیواد د پرمختیایي مرستو او اقتصادي همکاریو وزیر دیرک نیبل، ویلي دي چې المان به هر کال له افغانستان سره شاوخوا نیم میلیارد یورو ملکي مرستې وکړي.

دا چې نور هیوادونه به په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره څومره ملکي مرسته وکړي، ښايي د وخت په تیریدو سره ښکاره شي.

د توکیو په کنفرانس کې د ۸۰ څخه ډیرو د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو گډون کړی وو. چې ټولو له افغانستان څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلان کړ. یو شمیر کارپوهان ویره لري چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به دغه هیواد له مالي او پوځي ستونزو سره مخامخ شي.

نړیوالې ټولنې د توکیو او شیکاگو په کنفرانسونو کې له افغانستان څخه خپل مالي او پوځي ملاتړ اعلان کړ چې ځان په دې خبره مطمئن کړي چې له افغانستان څخه د هغوی تر وتلو وروسته هم دغه هیواد بیا د کورنۍ جگړې په لور نه درومي.

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض