1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اتاترک نه تر اردوغانه – د عصري ترکیې په هکله مهم حقایق

۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبه

اوسنۍ ترکیه د عثماني امپراطوري له ویجاړیو سر را پورته کړی. ترکیه یو غښتلي ستراتیژیک موقعیت لري چې په شرق کې له ایران نه نیولې تر غربي یونانه پورې یې پولې غځیدلې دي او له ۲۰۰۲م کال راهیسي یي واک د اردوغان په لاس کې دی.

https://p.dw.com/p/30Axr
Türkei Präsident Recep Tayyip Erdoga
انځور: picture alliance/dpa/AP Images/K. Ozer

 اسلامپاله محافظه کاره رجب طیب چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې د عصري ترکیې واک په لاس کې لري، د دې هیواد په اساسي قانون کې چې په ۱۹۲۳م کال کې جوړ شوی، یو لړ اصلاحات رامنځ ته کړل. خو د یکشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۲۴ نیټه» د ترکیې په ټاکنو کې هغه تر ټولو له سترې آموینې سره مخ دی ترڅو خپل اوږدمهاله واک لا هم خوندي وساتي.

د عثماني امپراطورۍ د اوج پرمهال دغې امپراطورۍ په سعودي عربستان کې د مقدسو ځایونو نه نیولې ان تر بالکان پورې پراخې سیمې په خپله امپراطورۍ کې ورګډې کړې وې. یاده امپراطوري د پیړیو راهیسې له ستونزو سره مخ وه چې بیا وروسته د آلمان د امپراطورۍ په څنډو کې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې ماته حتمي شوه.

د خپلواکۍ تر جګړې وروسته، مصطفی کمال اتاترک په ۱۹۲۳ کې یوه نوې ترکیه رامنځ ته کړه. د اردوغان د واک پرمهال هغه هڅه کړې چې په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ له لارې د عثماني امپراطورۍ په څیر خپل اغیز پراخ کړي. هغه هڅه کړې چې په سوریه، عراق، بالکان او همدا راز په افریقا کې خپل نفوذ لا پسې براخ کړي.

Mustafa Kemal Pascha Atatürk
د جمهوري ترکیې بنسټ ایښودونکی کمال اتاترک د ترکیې د پارلمان په مخ کې قطعه معاینه کويانځور: picture-alliance/dpa/Turkpix

د ترکیې لومړني ولسمشر اتاترک تر ۱۹۳۸م کاله پورې د ترکیې مسیر تر ډیره پورې غرب ته واړاوه او سکولرزم یې د دې هیواد د بنسټ په توګه معرفي کړ. بیا وروسته په ۱۹۴۶م کال کې د ګڼ شمیر ګوندونو څخه جوړه دموکراسي معرفي کړل شوه. ترکیه په دوهمه نړیواله جګړه کې بې طرفه پاتې شوه.

ترکیې په ۱۹۵۲م کال کې د خپل تاریخې دښمن یعنې یونان ترڅنګ د ناټو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ چې ډیر ملاتړ یې متحده ایالاتو وکړ، ځکه متحده ایالاتو نه غوښتل چې ترکیه د پخواني شوروي اتحاد لاسونو ته ولویږي.

Bildergalerie - Deutschland in der NATO - 1955 bis heute
انځور: picture-alliance/akg-images

په ۱۹۶۰، ۱۹۷۱ او ۱۹۸۰م کلونو کې د ترکیې پوځ د وخت حکومتونه له واکه لیرې کړل. د ۱۹۶۰م کال په پوځي کودتا کې پوځ د هغه وخت لومړی وزیر عدنان میندیریس چې د اردوغان سیاسي الګو او مخلېلګه ده او د کابینې دوه نور وزیران، په دار وځړول.

د ترکیې د واک په ترلاسه کولو سره اردوغان د پوځ وزرونه لنډ کړل ترڅو په حکومت کې د پوځ له لوري د پراخو لاس وهنو مخه ونیول شي. خو سربیره پر دې بیا هم په ۲۰۱۶م کال کې د اردوغان پر ضد کودتا وشوه چې له ناکامۍ سره مخ شوه.

Türkei Mugla Verhaftungen nach Putschversuch
انځور: picture-alliance/Zuma/T. Adanali

په ۲۰۱۶م کال کې د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته اردوغان په امریکا کې میشت پر ترکي مذهبي څیرې فتح الله ګولن د کودتا تور پورې کړ. اردوغان بیا وروسته بیړنی حالت اعلان کړ چې له امله یې شاوخوا ۵۵ زره ترکان نیول شوي دي. اردوغان او اپوزیسیون غواړي تر ټاکنو وروسته بیړنی حالت ته د پای ټکی کیږدي.

ترکیه اوسمهال له ۸۰ میلیونو ډیر نفوس لري، همدا اوس د ګاونډۍ سوریې د شاوخوا ۳،۵ میلیونو مهاجرینو کوربه دی. په ۲۰۱۶م کال کې ترکیې له اروپايي ټولنې سره د مهاجرو پر سر یو تړون هم لاسلیک کړ ترڅو اروپا ته د زیات شمیر مهاجرینو د تګ مخه ونیول شي.

Türkei Wahlkampf Muharrem Ince, Republikanische Volkspartei in Istanbul
انځور: Reuters/O. Orsal

په ترکیه کې د نورو مذهبونو اقلیتونه دې ته اړ شول چې په شلمه پیړۍ کې دغه هیواد ترک کړي خو اوس هم یو لږ شمیر دغه اقلیتونه په دې هیواد کې پاتې دي. تر ټولو ستر اقلیت کردان دي. د کردانو جنګیالیو په ۱۹۸۴م کال کې وسله پورته کړې چې له امله یې تر دې دمه په لسګونه زره کسان وژل شوي دي.