له آلمانه اخراج شوي افغان مهاجر په کابل کي
آلماني چارواکو اعلان وکړ چې د آلمان له دوسلدورف هوايي ډګر څخه ۱۲ تنه رد شوي افغان مهاجرین بیرته خپل هیواد ته اخراجیږي خو په کابل کې رسنیو رپوټ خپور کړی چې له دوی څخه یوازې ۸ کسان له هوايي ډګر څخه بیرون شوي.
له آلمان څخه اخراج شوي ۸ تنه رد شوي افغان مهاجرین د کابل هوايي ډګر ته رسیدلي. په پیل کې آلماني رسنیو ویلي وو چې په دې پرواز کې ۱۵ افغان مهاجرین بیرته خپل هیواد ته استول کیږي، خو تیره ورځ بیا رسنیو د ۱۲ کسانو یادونه وکړه. په پای کې د کابل له هوايي ډګر څخه یوازې ۸ مهاجرین بهر شوي.
د دې رد شوو افغان مهاجرینو الوتکه د سې شنبې (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر میاشتې په ۱۲ نیټه) د آلمان له دوسلدورف هوايي ډګر څخه د کابل هوايي ډګر په لور والوته. آلماني چارواکو ویلي چې د اخراج کیدونکو افغانانو په دې دور کې داسې مهاجرین دي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې او ځینو یې جرمونه ترسره کړي.
په کابل کې د آلمان پر سفارت باندې تر خونړي برید وروسته، افغانستان ته د رد شوو اخراجیدونکو مهاجرینو لړۍ ځنډیدلې وه. له هغې پیښې وروسته، دا لومړی ځل دی چې یو ډله افغان رد شوي مهاجرین له آلمان څخه افغانستان ته اخراجیږي.
د افغانستان د مهاجرینو وزارت چارواکو ویلي چې ټاکل شوې وه په دې پرواز کې ۱۱ افغان مهاجرین افغانستان ته اخراج شي، خو یوازې ۸ مهاجرین رسیدلې دي. د یاد وزارت یو چارواکي آصف عباسي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې «دا چې پاتې درې کسان ولې نه دي اخراج شوي، دلیل یې موږ ته هم معلوم نه دی.»
په داسې حال کې چې آلماني چارواکو ویلي چې د اخراجیدونکو مهاجرینو په ډله کې لږ تر لږه درې کسان د آلمان له زندان څخه د کابل هوايي ډګر ته اخراج شوي، خو افغان چارواکو د دې کسانو د راتلونکي برخلیک په هکله تر اوسه پورې کوم نظر نه دی ورکړی.
د اخراج شوو کسانو له ډلې څخه پنځه رد شوو افغان مهاجرینو د آلمان په بایرن آیالت کې ژوند کوو. د بایرن د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمن ویلي چې دغه کسان مجرم وو. د هغه په وینا له دوی څخه لږ تر لږه دوه کسان یې د جنسي تیري د جرم له امله په زندان کې وو.
د رد شوو افغان مهاجرینو له ډلې څخه ځینو یې هیڅ هم نه درلودل. دوی ادعا کوله چې دوی په کور کې وو او د آلمان د پولیسو لخوا ونیول شول او سمدلاسه د دوسلدروف هوايي ډګر ته انتقال او له هغه ځایه افغانستان ته اخراج شول. آلماني چارواکي وايي چې څو میاشتې وړاندې یې دغو کسانو ته خبر ورکړی چې باید د آلمان خاوره ترک کړي.
د آلماني چارواکو د څرګندونو سربیره، ځینې اخراج شوي مهاجرین وايي چې دوی په آلمان کې کوم جرم نه دی کړی او یوازې له دې امله اخراج شوي چې د دوی د پناه غوښتنه نه ده منل شوې. دغه مهاجر هغه مهال چې کابل ته ورسیدو، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې خو معلومه نه ده چې دغه اوښکې د خوښی دې که د خفګان.
بل لوري ته بیا په آلمان کې د بشري حقونو مدافع سازمانونه او ګڼ شمیر نورې ډلې افغانستان ته د دې مهاجرینو پر اخراج نیوکې کړي. دوی ویلي چې د بشري حقونو او امنیت له امله افغانستان په داسې حالت کې نه دی چې آلمان دې وکولای شي رد شوي افغان مهاجرین هلته اخراج کړي.
د سپتمبر په ۱۲مه په آلمان کې د دوسلدروف هوايي ډګر په مخ کې د بشري او د مهاجرینو د حقونو فعالانو د رد شوو افغان مهاجرینو د اخراج پرضد لاس لاریون او اعتصاب وکړ. ویل کیږي چې د آلمان په لږ تر لږه څلورو ایالتونو کې د رد شوو مهاجرینو د ساتلو له پاره ساتن ځایونه جوړ شوي.
د سپتمبر په ۱۲مه د آلمان د دوسلدورف په هوايي ډګر کې د لاریون سره په یو وخت کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرینو د ډله ایز اخراج پر ضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکو داسې شعارونه لیږدول چې د افغانستان امنیتي وضعیت یې تشریح کوو. دوی افغانستان ته د «اخراج د توقف» غوښتنه کوله.
په دې لاریون کې ګڼ شمیر افغان مهاجرینو هم ګډون کړی وو. د دوی په لاسونو کې په ځینو شعارونو کې لیکل شوي وو چې «افغانستان خوندي نه دی.»