1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له آلمان څخه يوه اخراج شوي افغان مهاجر په کابل کې ځان وژلی»

۱۳۹۷ تیر ۲۰, چهارشنبه

یوه اوونۍ تر مخه له آلمان څخه اخراج شوي افغان مهاجر په کابل کې ځان وژنه کړې ده. چارواکو د چهارشنبې په ورځ د دغې پيښې پخلی کړی دی. ویل شوي دي چې دغه ۲۳ کلن افغان د بلخ ولایت اوسیدونکی وو.

https://p.dw.com/p/31GC8
Afghanistan Kabul abgeschobene Asylbewerber kehren zurück Kabul
انځور له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي چې نوم یې نه دی ښوول شوی د آلمان خبري آژانس ته د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې دغه کس د سه شنبې په ورځ د مهاجرت د نړیوال سازمان (آی او ام) له لوري په مؤقتي سرپناه (هوټل) کې مړ موندل شوی دی.

زیاته شوې ده چې دغه ۲۳ کلن د بلخ ولایت اوسیدونکی دی او تر اخراجیدو دمخه یې په آلمان کې اته کاله ژوند کړی دی.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې په کابل کې د آی او ام، دفتر یوې سرچینې دغه معلومات تائید کړي دي. د دغه سرچینې په وینا د پيښې په هکله پلټنې کیږي. زیاته شوې ده چې د بلخ ولایت دغه اوسیدونکی په سپین زر، هوټل کې مړ موندل شوی، چیرې چې آی او ام اخراج شوو کسانو ته د څو ورځو اوسیدو امکانات برابروي. ځکه هغوی په دې نه پوهیږي چې تر اخراج وروسته کوم لوري ته ولاړ شي.

له آلمان څخه د نه منل شوو افغان مهاجرو د اخراج د لړۍ په وروستي پرواز کې د نورو پروازونو په پرتله زيات مهاجر اخراج شول. په دغه پرواز کې ۵۱ کسان يوازي له بايرن ايالت څخه ول. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، د ډیرو کسانو د اخراجیدو په هکله خوښي څرګنده کړې وه.

د مهاجرو د ملاتړي سازمان پرو ازول او د بایرن د مهاجرو شورا فعالانو، پر دې باندې نیوکه کړې وه چې په کابل کې د آلمان سفارت ته څیرمه تر خونړۍ چاودنې وروسته د مهاجرو د اخراج په برخه کې محدودیت له منځه وړل شوی دی.

پخوا به یوازې هغه کسان افغانستان ته اخراجیدل چې کوم جرم به یې کړی وو، د آلمان امنیت ته به خطر ول او یا به یې هم د خپل اصلي هویت په ښوولو کي مرسته نه کوله. د دغو فعالانو په خبره اوس ښایي «ښه ادغام شوي کسان» هم اخراج شي.

زموږ له آرشیف څخه: