1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه افغانستان ته د یوه جهادیست سفر

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ فروردین ۲۴, دوشنبه

تر هگره ډله اسلامي دولت په افغانستان کې د یاغي قوماندانانو او ځوانو جهادیانو د جذبولو له لاري غواړي نفوذ پیدا کړي. یو۲۱ کلن ځوان چې په آلمان کې لوی شوی دی ښایي په سیمه کې له اروپا څخه د دغي ډلي جذب شوی لومړی کس وي.

https://p.dw.com/p/1F6vK
انځور: AP

مبشر بشیر، هغه وخت ډیر حیران شو چې وراره يې محمد دین علي، په اول وار له آلمان څخه پاکستان ته سفر وکړ. د هغه د کورنۍ غړو په پاکستان کې د دغه ځوان چې د لویدیځو په شان کالي يې اغوستي ول او په یوه ډیره عجيبه ژبه يې خبري کولې، تود هرکلی وکړ.

خو د دغي کورنۍ خوشحالي تر ډیره وخته دوام ونه کړ ځکه د آلمان له زاربروکن ښار څخه پاکستان ته تللي دغه ځوان، یوه میاشت وروسته افغانستان ته ولاړ او هلته يې د اسلامي دولت د نورو جنګیالیو تر څنګ د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړه پیل کړه. بشیر د پښور ښار فیصل آباد سیمې ته نزدي له خپل فارم څخه وویل: «کله چې هغه ورک شو، دا زموږ ټولو له پاره یو لوی خپگان وو.»

دغي کورنۍ په لومړي سر کې داسې فکر کاوه چې دین محمد برمته شوی دی نو له همدې کبله هغوي د فبروري پر اومه نیټه له پولیسو سره په دې اړه خپل شکایت درج کړ. خو چارواکي د دین محمد د تلیفوني اړیکو تر څیړلو وروسته په څو وروځو کې پوه شول چې هغه په منظمه توګه له داسې یوه کس سره اړیکه لرله چې له افغان یاغیانو سره په نزدي ارتباط کې وو. یوه پاکستاني څیړونکي شوکت علي، وویل: «هغه ورځ چې دی [دین محمد] لادرکه شو، تر لس واري زيات يې له دغه کس سره اړیکه نیولې ده.»

د شوکت علي په خبره هغه کس چې دین محمد، ورسره اړیکه لرله مبشر الرحمان، نومیده چې په فیصل آباد کې یې اسلامي زده کړي کړي وې، او په ۲۰۰۸ کال کې یې په افغانستان کې پوځې روزني ترلاسه کړي وي.

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې پولیسو رحمان، د هغه ورور او د هغه پلار د دین محمد د برمته کولو په تور ونیول: «خو د څیړنو پر مهال موږ پوه شو چې دین محمد په خپله خوښه افغانستان ته تللی وو.»

د پولیسو په خبره رحمان د دین محمد د ماما له یوه زوی سره یو ځای اسلامي زده کړې کولې. کله چې دین محمد په افغانستان کې له جهاد سره خپله لیوالتیا وښوله، نو د ماما یوه زوی یې هغه له رحمان سره معرفي کړ. دین محمد خپل د ماما زوی ته ویلي ول چې هغه دوه واري عراق او سوریې ته د تلو هڅه کړې ده، خو په دې کار کې ناکامه شوی دی. رحمان چاواکو ته د دین محمد په حواله ویلي دي چې د هغه ځیني ملګري د اسلامي دولت تر کنترول لاندي سیمو ته رسیدلي دي. رحمان تر دې وروسته دین محمد په اسیا کې د اسلامي دولت له استازو سره معرف کړ.

له بلې خوا، د دین محمد تر ورکېدو پنځه ورځې وروسته، هغه له افغانستان څخه په آلمان کې خپلي کورنۍ ته زنګونه ووهل او هغوی ته یې وویل چې دی له اسلامي دولت سره یوځای شوی دی او دا چې یوه ورځ به بیرته خپلي کورنۍ ته ستون شي.

د دین محمد کورنۍ د فرانسې خبري آژانس ته اجازه ورکړې ده چې له دین محمد او یوه سیمه ییز قوماندان چې خپل ځان د قاري ابراهیم په نوم پیژني، خبرو ته غوږ شي. دین محمد خپل ماما ته ویلي دي چې وارخطا نه شي او دا چې یوه ورځ به هغه بیرته راستون شي. تر دې وروسته بیا ابراهیم هم وایي چې که دین محمد وغواړي بیرته آلمان ته ستون شي نو هغه به له دې کار سره کومه ستونزه و نه لري.

د دین محمد کورنۍ د پولیسو د څېړنو پایلي نه مني. هغوی ادعا کوي چې دین محمد تر برمته کیدو وروسته افغانستان ته وړل شوی او هلته يې ماغزه پرېمنځل شوي دي. د دین محمد مور افطار نسیم، تیره اوونۍ له آلمان څخه پاکستان ته ولاړه. هغه وایي چې زوی یې تر دې دمخه هیڅ کله هم له جهادي مفکورو سره لیوالتیا نه وه ښوولې. هغه زیاتوي: «هغه آن نه پوهیږي چې څرنګه لمونځ وکړي.»

دین محمد د ۱۹۹۳م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۹مه نیټه د لیبیا په صبا ښار کې زېږېدلی دی. هغه په ۲۰۰۴م کال کې له خپلي کورنۍ سره په آلمان کې پناه واخیسته. لومړۍ هغوی د آلمان په لوبوک ښار کې میشت شول خو بیا وروسته يې د فرانسې پولي ته نزدې زاربروکن ښار ته ګډه وکړه.

په ۲۰۱۳م کال کې آلماني چارواکو دغي کورنې ته ویزې او د اوسیدو اجازه ورکړه. له دې سره هغوی کولای شوای چې په درو کلونو کې د آلماني تابعیت ترلاسه کولو له پاره عریضې ورکړي.

د دین محمد درې خویندي او دوه ورونه اوس هم په آلمان کې دي. میرمن نسیم وایي چې دین محمد تیر کال ښوونځی خلاص کړ او د کار په لټه کې وو. خو بیا یې وروسته پریکړه وکړ چې په پاکستان کې د خپلو ماماګانو لیدو ته ولاړ شي. د دین محمد کورنۍ وایي چې هغه د تلیفون له لاره په خپلو خبرو کې د افغانستان یادونه نه ده کړې.

د اسلامي دولت ډله اوس په افغانستان او پاکستان کې د نفوذ موندلو په لټه کې ده او له همدې کبله غواړي ځوان جهادیان خپلو لیکو ته جذب کړي. دین محمد له اروپا څخه لومړی پیژندل شوی کس دی چې په سیمه کې له دې ډلي سره یوځای شوی دی.

تر دې دمخه د القاعدي ترهګري ډلي په سیمه کې ډیر بهرنیان خپلو لیکو ته جذب کړي دي چې ډیر شمیر پکښې ترکي الاصله آلمانیان شامل دي.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې یوه غړی ګل بالي، ویلي دي چې دین محمد د دغې ډلي له هغې ښاخلې سره یوځای شوی دی چې اسلامي دولت ته یې خپله وفاداري اعلان کړې ده. هغه زیاته کړې ده: «موږ په دې خبره پوه شوي یو چې دین محمد علي، چې اوس د منصور په نوم مشهور دی، په اصل کې د پاکستان له فیصل آباد سره تړاو لري خو اوس د آلماني تابیعت خاوند دی، د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د اسلامي دولت ډلي سره یوځای شوی دی.»

یو شمیر نورو پاکستاني طالبانو هم دا خبره منلې ده چې دین محمد له اسلامي دولت سره یوځای شوی دی، خو هغوی زیاته کړې ده چې دغه ځوان جهادي کیدای شي په افغانستان او یا هم پاکستان کې وي.