1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو پر اخراج سختې نیوکې شوي

۱۳۹۶ بهمن ۳, سه‌شنبه

په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې ملکي تلفاتو ته په کتلو سره، د مهاجرو مدافع سازمان (پرو ازول) او د بخښنې نړیوال سازمان د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ پر دوام انتقاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/2rMKg
Deutschland, Sammelabschiebung vom Baden-Airport
انځور: picture-alliance/dpa/P.Seeger

د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان (پرو ازول) د سه شنبې په ورځ د آلمان په پلازمېنه برلين کې وویل چې هره اوونۍ په لسونو انسانان په افغانستان کې وژل کیږي، خو سره له دې هم دغه هیواد ته د اخراجونو لړۍ دوام لري. نوموړي سازمان د آلمان پر حکومت تور لګولی چې د افغانستان وضعیت په پام کې نه نیسي.

پرو ارزول نیوکه کوي چې د آلمان حکومت له دې خبرې سره عادت کړی دی چې په افغانستان کې د «امن حوزو» په اړه پوښتنې بی ځوابه پریږدي. د آلمان حکومت د ۲۰۱۶ م کال په وروستیو کې له دې ادعا سره چې ګواکې په افغانستان کې امنې سیمې موجودې دي د رد شویو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ پيل کړه.

په همدې منځ کې اوس یوازي د مجرم، خطرناک او هغو مهاجرو په اړه خبره کیږي چې د خپل هویت له ښوولو څخه ډډه کوي.

ټاکل شوی ده چې نن د سه شنبې په ورځ به د افغان مهاجرو لیږدونکي الوتکه د دغه هیواد له دوسلدورف هوایې ډګر څخه د کابل پر لور پرواز وکړي، هغه ښار چې په دې وروستي ترهګریز برید کې پکښې د یوه آلماني وکړي په ګډون ۱۳ تنه نور بهرنیان ووژل شول.

د تیري یکشنبې په شپه شپږ تنه ترهګرو په کابل کې پر انټرکانتیننتل هوټل برید وکړ. د افغان چارواکو په خبره په دې برید کې ۲۲ تنه وژل شوي دي. خو د تلفاتو د شمیرو په اړه ضد او نقیض آرقام وړاندي شوي دي.

په همدې منځ کې د آلمان د پولیسو اتحادیې مرستیال یورګ رادیک، د رد شویو مهاجرو د اخراج عملیاتو له پاره د لا زیاتو کارمندانو غوښتنه کړې ده.

رادیک د بایرن تلویزوني شبکې ته وویل چې یوازې په ۲۰۱۶ م کال کې د ډله ایزو اخراجونو شمیر ۲۴۳ مواردو ته رسیدلی وو چې په دې کې نه یوازې افغانستان، بلکې لویدیځ بالکان او د افریقا لویدیځ ته اخراجونه هم شامل دي. نوموړي زیاته کړه: «موږ د دغو اخراجونو له پاره اضافي کارمندان نه دي ترلاسه کړي».

پر ناروې نیوکه

ناروې هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې رد شوي مهاجر اخراجوي. په دې هیواد کې هم ډیر افغان مهاجر د اخراجیدو له خطر سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د بخښني نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې د دغه هیواد پر پارلمان نیوکه کړې ده، او ویلي یې دي چې د ناروې پارلمان نه دی توانیدلی چې د جګړې د وحشت په مقابل کې د افغانانو حفاظت وکړي.

د ناروې پارلمان تیره اونۍ افغانستان ته د رد شویو مهاجرو د اخراج د موقتي درولو په اړه غوښتنه رد کړه. د ملګرو ملتونو د بخښنې نړیوال سازمان د ناروې د پارلمان استازي، چې دغه غوښتنه یې په خپلې رایې سره رده کړې ده، د افغانستان له جګړې، تاوتریخوالي او زوز زیاتي څخه د تښتېدلو انسانانو ژوند ته په نه پاملرنې تورن کړ.

په یاد سازمان کې د پناغوښتونکو او مهاجرو د څانګي مشر چرمان محمد وویل: «دا په ناروې کې د افغانانو له پاره یو بد خبر او دردونکې نښه ده چې د نړۍ د یوه شتمن هیواد سیاستوالو خپل زړه سوی او مهرباني له لاسه ورکړې».

د بخښنې نړیوال سازمان د رپوټ پر بنسټ داسې ښکاري چې ناروې د بل هر اروپایې هیواد په پرتله ډیر رد شوي افغان مهاجر بیرته د دوی جګړه ځپلې هیواد ته استولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې د افغان چارواکو په حواله لیکلي دي چې په مجموع کې د هغو ۳۰۴ تنو مهاجرو چې له اروپا څخه د ۲۰۱۷ م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته اخراج شوي دي، ۹۷ تنه، یعنې ۳۲ سلنه یې یوازې له ناروې څخه اخراج شوي دي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: