لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د افغانستان په لويديځ کې حکومتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتي، په ۲۰۱۷م کال کې د آلمان د وسلو د صادرولو کم جوازونه ورکړي دي، د اروپايي ټولنې حکومتي او دولتي مشران د مهاجرو پر بحران خبرې کوي
د افغانستان په لويديځ کې د طالبانو بريدونو ۳۰ امنيتي ځواکونه وژلي
د چارواکو په حواله د افغانستان په لويديځ کې د وسله والو طالبانو په يو شمير بريدونو کې لږ تر لږه ۳۰ امنيتي سرتيري وژل شوي دي. ویل شوي چې طالبانو په بادغيس ولايت کې د شپې مهال د حکومت دوه امنيتي پوستې په نخښه کړي او يوه کاروان ته یې کمين نيولی وو. ويل شوي چې تر نيمايي زيات تلفات پرعسکرو د بريد او د سړک د غاړې ماينونو په نتيجه کې اوښتي دي چې دغه کاروان پرې برابر شوی وو.
کويټه: د وسله والو په بريد کې د پوليسو د يوه افسر ماشوم زوی وژل شوی
د پاکستان په کوېټه ښار کې وسله والو د پوليسو د يوه افسر پر موټر ډزې کړي چې په نتیجه کې یې د افسر کوچنی زوی او د هغه يو بل خپلوان وژل شوي دي. ویل شوي دي چې د پوليسو دغه مشر په خپله سخت ټپي شوی دی. د پوليسو له خوا ويل شوي چې د دوی د عبدالصمد په نامه دغه همکار د چهار شنبې په ورځ د کويټې ښار ته څيرمه پرته سيمه نوي کلي کې هغه وخت د بريد ښکار شو چې د کور له پاره یې سودا کوله.
م.م: په افغانستان کې په روان کال کې تر ۱۳۲ زره زيات کسان بې ځایه شوي
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې په افغانستان کې د جگړو او طبيعې پېښو له امله د روان ميلادي کال له پيل راهيسې تر ۱۳۲ زره زيات کسان بې ځایه شوي دي. په رپوټ کې وړاندې ویل شوي چې د جنورۍ مياشتې د لومړۍ نیټې څخه د جون تر ۱۷ نيټې پورې ۱۳۲ زره ۷۴۴ کسان بې ځایه شوي دي. په ۲۰۱۷م کال کې په ټولیزه توگه ۴۴۵ زره کسان د جگړو له کبله بې ځایه شوي ول.
په بروکسل کې د يکشنیې په ورځ د اروپايي اتحادیې سرمشریزه کيږي
د آلمان، فرانسې، اېتالیې، اتريش، هسپانیې، يونان او بلغاريې حکومتي او دولتي مشران د راتلونکې يکشنبې په ورځ په بروکسل کې د مهاجرت په هلکه په يوه ځانگړې غونډه کې سره راټوليږي. دا خبره د اروپايي اتحاديې د کړيو له خوا ورکړل شوی دی. د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل، د اروپايي اتحادیې د غړيو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخيز تړون د رامنځته کولو په لټه کې ده چې په نورو هیوادونو کې راجستر شوي مهاجر ومني.
«آلمان هم د امريکا په څير د مهاجرت د هيواد په توګه مجبوبيت لري»
د اقتصادي همکارۍ او پراختيا د سازمان د يوې څيړنې په حواله آلمان اوسمهال د امریکا متحده ایالاتو په څیر محبوبیت لري چې خلک ورته د اوسیدو له پاره ورځي. د دې سازمان په حواله په ۲۰۱۶م کال کې په لومړي ځل تر يو ميليون زيات انسانان دغه هيواد ته کډه شوي دي. دا په دې معنا ده چې همدومره شمير خلک امريکا ته کډه شوي وو. د اروپا په داخل کې د کډوالۍ په برخه کې آلمان ته د رومانيا، پولند او بلغاريه وگړي ډير ورځي.
په ۲۰۱۷م کال کې د آلمان د وسلو د صادرولو کم جوازونه ورکړي دي
د آلمان کابینې په د ۲۰۱۷م کال کې د وسلو صادراتو رپوټ تصويب کړ. په دې رپوټ کې راغلي چې د ۶،۲۴ ميليارده يورو په ارزښت د وسلې د صادرولو جوازونه ورکړل شوي دي چې دا د ۲۰۱۶م کال په پرتله کابو نهه سلنه کم دي. خو په اصطلاح دريم هيواد ته یعني هغه چې د اروپايي اتحاديې او ناټو غړي نه دي، د وسلو صادرات بيا زيات شوي دي. له دې هيوادونو سره د وسلو د صادراتو حجم ۳،۷۹ میليارد يورو ته لوړ شو دی.