لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په کندوز کې وسله والو طالبانو نهه تنه امنيتي ځواکونه وژلي، د ازبکستان له خوا افغان حکومت او طالبانو ته د سولې د خبرو وړاندیز، د فرانسې او آلمان مشران د اروپايي ټولنې د اصلاحاتو په اړه غږيږي
ازبکستان افغان حکومت او طالبانو ته د سولې د خبرو اترو بلنه ورکړې
ازبکستان ويلي چې د افغانستان حکومت او طالبان یې په دغه هيواد کې د سولې مستقيمو خبرو اترو ته ور بللي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او طالبانو ترمنځ درې ورځنی اوربند همدا دوې ورځې تر مخه پای ته ورسيد. د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي دي: «ازبک لوری هيله لري چې دا اوربند تر نامعلومې مودې وغځيږي.» ازبکستان په مارچ مياشت کې هم د افغانستان د سولې په اړه يوکنفرانس رابللی وو.
کندوز: وسله والو طالبانو نهه امنيتي ځواکونه وژلي
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د ختميدو دوه ورځې وروسته په کندوز کې پر دوو امنيتي پوستو د طالبانو په بريد کې لږ تر لږه نهه تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې وسله والو طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر دوو امنيتي پوستونو يرغل کړی او اووه تنه عسکر او د محلې پوليسو دوه تنه غړي یې وژلي دي. په پيښه کې لږ تر لږه ۷ تنه ټپيان شوي هم دي.
د اروپايي اتحادیې په سرمشریزه کې به په شمالي افريقا کې د مهاجرو د سرپناو په اړه خبرې وشي
د جون مياشتې په پای کې د اروپایي اتحادیې په سرمشریزه کې د دغې اتحادیې د دولتونو او حکومتونو مشران غواړي په شمالي افریقا کې د مهاجرو د سرپناو د رامنځته کولو په هکله خبرې اترې وکړي. دا خبر د رويترز خبري آژانس د سرمشریزې د یوې اعلامیې له مسودې څخه راخیستی دی. په دې مرکزونو کې د اقتصادي دلایلو له وجې مهاجرت کونکي له هغو بيلول کيږي چې له خطر سره مخامخ دي او نړيوال محافظت ته اړتيا لري.
ميرکل او مکرون د اروپایي اتحادیي پر اصلاحاتو خبرې کوي
د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل، او د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون، غواړي چې د اروپايي اتحادیې د ګډو اصلاحاتو یوې بستې ته لار هواره کړي.نن، سه شنبه دواړه مشران د څلورو مهمو پروژو په هلکه بحث کوي: په دې کې اروپايي اتحادیې اقتصادي او د اسعارو د اتحادیې په برخه کې اصلاحات، د بهرني او دفاعي سياست قوي کول، د مهاجرو او پناه غوښتنې ګډ سياست او همدا راز د څيړنو په برخه کې د همکارۍ موضوعگانې شاملې دي.
شي جين پينگ او کیم جونگ اون يووالی ښوولی
د امريکا متحدو ايالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره تر تاريخي ليدنې کتنې يوه اوونۍ وروسته د شمالي کوريا واکمن کیم جونگ اون چين ته د نزدې کيدو هڅه کوي. نوموړی د مارچ مياشتې راهيسې چين ته په خپل دې دريم سفر کې د ولسمشر شي جين پينگ سره يووالی وښود. د چين له دولتي تلویزيون څخه د کیم جونگ اون د دوه ورځني سفر د پيل پر وخت د پيکنگ د خلکو په ستر سالون کې د نوموړي د هرکلي د رسمي مراسمو صحنې نشر شوې.
چين د ترمپ له خوا د تعرفو د لوړو پر نويو گواښونو غوسه څرګنډه کړې
د چين دولتي او گوندي مشرتابه د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د گمرکي تعرفو د لوړو نوي گواښونو د «تهديد» په توگه غندلي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې دوی تجارتي جگړه نه غواړي خو ويره هم ترې نه لری.» ترمپ پر چينايي توکو د ۲۰۰ ميلياردو ډالرو اضافي گمرکي تعرفو د لگولو گواښ کړی دی. ويل شوي چې دا گواښ د چين له لوري تجارتي کړو وړو ته د تغير نه ورکولو په ځواب کې شوی دی.