لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د هلمند د سولې کاروان کابل ته رسیدلی، جاپان يوې سختې زلزلې لړزولي او په سوريه کې د داعش ضد ائتلاف بمباريو درنه مرگ ژوبله اړولی
د هلمند د سولې کاروان کابل ته رسیدلی
په افغانستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند تر ختميدو يوه ورځ وروسته د سولې کاروان تر ۷۰۰ کيلومتره مزل وروسته کابل ته رسيدلی دی. په لسونه مظاهره کوونکي چې اسماني دسمالونه یې په لاس کې وو، په ښار کې د روانې ۱۷ کلنې جگرې د پای غوښتنه وکړه. دوی د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځيدا غوښتنه هم وکړه. د سولې دې کاروان کې ۳۸ ورځي مخکې له هلمنده پلي تگ پيل کړی وو.
په افغانستان کې تر اوربند وروسته لومړي بريدونه
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند تر ختميدو وروسته د طالبانو له خوا د بريدونو د لومړۍ څپې په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي دي. د فارياب ولايت د ولسي جرگې مشر محمد طاهر رحماني، وويل چې طالبانو په پنځوو ولسواليو او همدا راز د ولايت په مرکز کې د شپې له خوا بريدونه کړي دي د کندهار، هلمند او بغلان ولايتونو څخه هم د وسله والو طالبانو له خوا د بريدونو خبرونه وکړل شوي دي.
فعالان: په سوريه کې د امريکا په مشرتوب ائتلاف په بريد کې ۳۸ تنه وژل شوي
د سوریې د دولتي رسنيو په حواله په دغه هيواد کې د امريکا متحدو ايالاتو په مشرتوب د داعش ضد پوځي ائتلاف د حکومتي ځواکونو پر مرکزونه سخت هوايي بريدونه کړي دي. يوه سوريايي قوماندان وويل چې احتمالي امريکايي بې پيلوټه الوتکو د عراق پولې ته څیرمه په الهاري سيمه کې د دغه مرکزونه په نخښه کړي دي. د بشري حقونو د څار ټولنې ويلي چې په دې ترڅ کې لږ تر لږه ۳۸ بهرني جنگيالي وژل شوي. خو امريکا دا خبر رد کړی.
هند: موسمي بارانونو د ۲۳ تنو ژوند اخيستی
د هند په شمال ختيځ کې د سيلابونو له کبله لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي دي. د طبعې ناورينونو د ادارې په حواله د طوفانونو له وجې په اسام، مانيپور او تریپورا ايالت کې د دوشنبې په ورځ د دې سيمو کابو ۶۰۰ زره وگړي اغیزمن شوي دي. ويل شوي چې د تيرې اوونۍ له نيمايي راهيسې د مون سون موسمي بارانونو د دوي کورونه ويجاړ کړي او کرهنیزه ځمکه یې له لاسه ورکړې.
جاپان سختې زلزلې لړزولی دی
په جاپان کې د دوشنبې په ورځ د يوې سختې زلزلې په پايله کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ زيات نور ټپيان دي. د ريشتر په مقياس د ۵،۳ درجو دې زلزلې د جاپان دويم ستر ښار اوساکا په داسې حال کې لړزولی چې ډيري خلک خپلو دندو ته پر لار وو. د زلزلې له کبله د زيات شمير کورونو بريښنا قطع شوې ده. چارواکو په دې راتلونکو ورځو کې د نورو زلزلو وړاندوينه هم کړې ده.
په غزې تراډه کې د اسرائيلو هوايي بريدونه
د فلسطينيانو له خوا د اور اچونې په ځواب کې اسرائيلي پوځ په غزې تراډه کې هوايي بريدونه کړي دي. د پوځ يوه وياند وويل چې جنگي جټ الوتکو د غزې په شمال کې په دوه پوځي تاسيساتو کې د حماس تندلارې ډلې نهه مرکزونه او د وسلو يوه زيرمه په نخښه کړې ده. دا بريدونه د فلسطينيانو له خوا په غزه تراډه کې د اور اچونې د پيښو په ځواب کې شوي دي. سربيره پر دې فلسطينيانو د شپې له خوا پر اسرائيلو درې توغندي هم توغولي دي.